ډېر لوستل شوي

د پوځ په لاس تمرین؛ پوځ پاکستانۍ کرکټ لوبډله روزي

د پاکستان کرکټ مسوولین وایي چې ملي لوبډله راتلونکي نړیوال جام ته د تيارۍ او چمتووالي په موخه د دغه هېوادله پوځ سره ګډ تمرینونه پیلوي

راپورونه وایي چې دا تمرینونه د فېټنس د ښه والي په موخه ترسره کیږي.

ویل کیږي چې دغه تمرینونه به  سبا(سه شنبه، کب اوومهد اېبټ آباد په کاکول پوځي اډه کې پیل او نږدې دوه اوونۍبه دوام وکړي.

بل خوا پاکستاني کرکټ بورډ د ۲۹ تنو هغو لوبغاړو نوملړ اعلان کړی چې له پوځ سره یې ګډو تمرینونو ته تیاریښودلی دیبورډ تازه محمدعامر ته هم ځای ورکړی او داسې ویل کیږي چې دا پاکستانی چټک توپ اچوونکیمحمدعامر به په نړیوال ۲۰ اوریز جام کې هم ګډون وکړي.

د راپورونو له مخې پاکستاني کرکټ بورډ له دوو مستغفي لوبغاړو(محمدعامر او عماد وسیم)  څخه استغفاګانېاخیستې او بېرته یې د لوبډلې برخه ګرځولي دي.

اړوند خبرونه