د هلمند ځایي مسوولین وایي چې په دې ولایت کې یې د ۱۴.۵ کیلومټرو په اوږدوالي د یوه بنسټیز سړک چارې پیل کړي دي.
دغه سړک د باباجي ولسوالۍ اړوند لوی مانده څخه تر هرات کندهار عمومي سړک پورې غځیږي چې چارې یې نن(دوشنبه، وري۱۳مه) پیل شوې.
د هلمند والي ددغې سیمې له اوسیدونکو سره د خبرو پر مهال د یاد سړک د جوړولو پروژه بنسټيزه وبلله او په خبره یې، ولايتي اداره تل هڅه کوي چي لومړيتوبونو ته په پام سره د هلمند په ټولو سيمو کي په متوازن ډول بنسټيز چوپړونه ترسره کړي.
د والي په وینا، یاد سړک د ولایت مقام د تخنیکي کمېټې په مټ په داخلې بودیجې او ماشینرۍ جوړېږي چي لوی مانده او کندهار هرات لویه لاره سره نښلوي او په جوړېدو سره به یې د خلکو ګڼي ستونزې حل شي.
ورته مهال یو شمېر ځایي اوسیدونکو ددغه سړک په جوړېدو خوښي وښوده، د ولایتي ادارې فعالیتونه یې د ستايني وړ وبلل او په نورو سیمو کي یې هم د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه. دا سړک ۱۰ متره پلنوالی او ۱۴.۵ کیلومتره اوږدوالي لري چې په اوږدو کې به یې یو شمېر پلچکونه هم ورغیږي.