ډېر لوستل شوي

وقار: هوکړه‌لیکونه د ژورنالیستانو ظرفیت لوړونې او د رسنیو ملاتړ لپاره مهم دي

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسوول عبدالجمیل وقار وایي، د امید رسنیزې شبکې او تحصیلي بنسټونو ترمنځ هوکړه‌لیکونه کولای شي د مسلکي او روزل شویو ژورنالیستانو د کمښت ستونزه جبران کړي او د ځوان نسل د روزنې او پرمختګ لپاره مهم فرصتونه برابر کړي.

ښاغلي وقار د «اميد رسنيزې شبکې او د کابل پوهنتون په ګډون له يو شمېر تحصيلي بنسټونو سره د ګډ درې‌اړخیز هوکړه‌لیک د لاسلیک» غونډې پر مهال ويلي، چې امید رسنیزه شبکه په تېرو درېيو کلونو کې هغه فعاليتونه کړي چې ولس او ټولنه ورڅخه راضي ده او شبکه لا هم د پرمختګ په حال کې ده.

وقار د رسنيو اقتصادي ستونزو ته په اشارې له حکومت څخه غوښتي، چې له رسنيو مالي ملاتړ وکړي، د جوازونو په ورکولو کې اسانتیاوې رامنځته کړي او د مالیې کچه کمه کړي، څو د رسنیو فعالیتونه په اسانۍ ترسره شي.

هغه همداراز په دې غونډه کې وويل: “که څه هم د اطلاعاتو د لاس‌رسي برخه کې پرمختګونه شوي، خو غوښتنه یې داده چې په ولایتونو کې هم د ریاستونو او ادارو د ویاندویانو سره همغږي رامنځته شي.”

د خبریالانو د خوندیتوب مسوول د رسنیو د قانون جوړېدو اړتيا په اشارې ويلي، په ځینو ولایتونو کې د تصویر بندېدو ستونزې شته، چې د اسانتیاوو رامنځته کول یې اړين دي.

وقار ټینګار کړی، چې د داخلي رسنیو بشپړ ملاتړ سره کولای شو د خارجي رسنیو د ناوړه تبلیغاتو مخه ونیسو. هغه همداراز یادونه وکړه، چې د تیرو کلونو په پرتله د رسنیو د کارکوونکو شمېر شاوخوا ۹۰۰ تنه کم شوی دی.

نوموړي په پای کې دا ډول هوکړه‌لیکونه د ځوان نسل د روزنې، ظرفیت لوړونې او د رسنیو د پیاوړتیا لپاره اړین او مهم بللې دي.

اړوند خبرونه