د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، نن پنجشنبه د لیندۍ میاشتې په شپږمه، د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د عیدګاه مرکزي جامع جومات پرانیسته کړې ده.
د پرانیستې په مراسمو کې ملا عبدالغني برادر د روزګان ولسونو ته د دغه ستر دیني مرکز د جوړېدو مبارکي ویلې او دیني مرکزونه یې د نبوي اخلاقو، دیني شعور، هویت، فکري روزنې او اسلامي نهضت د بنسټونو په پیاوړتیا کې مهم بللي دي.
نوموړي د دیني مرکزونو د فزیکي ودانۍ ترڅنګ د هغوی پر معنوي او حقیقي ابادۍ هم ټینګار کړی او له دیني عالمانو یې غوښتي چې د جومات له منبر څخه خلکو ته د دیني زدهکړو، نبوي اخلاقو، خیر، اصلاح او یووالي درسونه وړاندې کړي. د ترینکوټ عیدګاه مرکزي جامع مسجد پر ۱۲ جریبه ځمکه د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې په یوه وخت کې د ۳۵ زره لمونځکوونکو د ځایېدو ظرفیت لري.

