د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ویلي، چې د روان لمریز کال د لیندۍ په ۴مه او ۵مه، له تورخم، سپین بولدک، ورېښم پل، اسلام کلا او بهرامچې لارو هېواد ته د راستنېدونکو مهاجرینو د ثبت، استقبال، لېږد، مالي مرستو او روغتیايي خدمتونو په برخو کې اړین خدمات وړاندې شوي دي. د راپور له مخې، په دې دوو ورځو کې ټولټال ۲۱۱ کورنۍ، چې ۹۶۱ کسان کېږي، ثبت شوې، ۶۱ کورنۍ د ۳۳۵ غړو په ګډون بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۱۱۴ کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي. همدارنګه، ۴۴۷ سیمکارتونه وېشل شوي او راستنېدونکو ته د لنډمهاله مېشتېدنې، مرستو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې، راستنېدونکو مهاجرینو ته په بېلابېلو سرحدي او ټرانزیټي نقطو کې ۸۴۰۱ خوراکه ډوډۍ وېشل شوې، ۲۹۶۹ ناروغان تداوي شوي او د لېږد په برخه کې له کورنیو سره د ټرانسپورټ د کرایې مالي مرسته هم شوې ده. دغه راز، د نیمروز د ورېښمو د پل له لارې هم ۲۱۳۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

