ډېر لوستل شوي

د پوهنې وزارت د نوې اداري ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت د نوې اداري ودانۍ د جوړېدو بنسټ ډبره د دغه وزارت د مسوولینو، مرکزي رییسانو، دیني عالماوو او یو شمېر مېلمنو په حضور کې کېښودل شوه.

ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه څلورپوړیزه ودانۍ به د پوهنې وزارت له بودجې څخه د څه باندې ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شي. ټاکل شوې چې د ودانۍ د جوړولو چارې به په ۱۲ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

اړوند خبرونه