د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند د ښوراب له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۴۰۰ تنه ځوان منسوبین د مسلکي او عقیدوي زدهکړو له بشپړولو وروسته فارغ شول. د یادې قول اردو د معلوماتو له مخې، دغه منسوبین د جماديالثاني میاشتې په ۱۶مه، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شوي، چې په ډله کې یې ۷۵ تنو د نظامي عملیاتو، ۱۱۵ تنو د لوژیستیک، ۵۰ تنو د تخنیک، ۹۵ تنو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او پاتې نورو د میډک (ژوند ژغورنې) په برخو کې لنډمهاله زدهکړې ترلاسه کړې دي.

