ډېر لوستل شوي

هرات کې د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ ګډه خونه پرانیستل شوه

.

د هرات سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډې خونې د پرانیستلو خبر ورکړی دی.
د هرات د والي وياند نثار احمد الياس وايي، چې دغه خونه پرون په هرات ښار کې پرانيستل شوه.
ښاغلي الیاس وویل، د افغانستان-قزاقستان د سوداګرۍ ګډې خونې د پرانیستې په دغو مراسمو کې د هرات ولایت مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي، په افغانستان کې د قزاقستان هېواد سفیر او د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې رئیس هم شتون درلود. د دې اتاق موخه د افغان او قزاقستان د سوداګرو ترمنځ د سوداګرۍ اسانتیا ده.
د هرات د والي وياند زياته کړه چې د افغانستان او قزاقستان سوداګر په دې لټه کې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري زياته او اسانه شي.
قزاقستان د افغانستان یو له هغو ګاونډیو هېوادونو څخه دی چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته یې له افغانستان سره سیاسي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي

اړوند خبرونه