د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې د سید جمال الدین افغان ښارګوتي ځمکه د سندونو او قبالو له مخې شخصي ثابته شوه.
د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدنې اختصاصي محکمې د کابل ښار په دوه ویشتمه ناحیه او بګرامۍ ولسوالۍ کې د سید جمالالدین افغان ښارګوټي ۱۸۸ جریبه ځمکه څېړلې ده.
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او د یادې محکمې مفتیانو د شته شواهدو له مخې پرېکړه وکړه چې یاده ځمکه شخصي ملکیت دی او په دولت پورې نه اړوندیږي. د یادونې وړ ده چې دغه کمیسیون تر دې وړاندې هم په بګرامیو ولسوالۍ کې یو شمېر غصب شوې ځمکې د دولت برخه ګرځولي دي.