ډېر لوستل شوي

بهرنیو چارو وزیر د روسیې امنیت شورا له منشي سره د امنیتي همکاریو په اړه خبرې کړې

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي د روسیې امنیت شورا له منشي «سرګي شویګو» سره کتلي، او دواړو لوریو د سیمه‌ییز امنیت، نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې، او د افغانستان – روسیې امنیتي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې ښاغلي متقي ویلي چې افغانستان د سیمه‌ییز امنیت او نشه‌يي توکو د مخنیوي په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د مستقیمو تماسونو او عملي همکاریو له لارې د اړیکو د پراختیا ملاتړ کوي.

بهرنیو چارو وزارت په ورته مهال د «سرګي شویګو» له قوله لیکلي چې د افغانستان او روسیې اړیکې په بېلابېلو برخو کې د پراختیا په حال کې دي، او په وینا یې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به سیاسي مشورې او عملي همکارۍ دوام ومومي.

اړوند خبرونه