ډېر لوستل شوي

د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال: خواله رسنیو کې نړۍ ته د افغانستان منفي انځور ښودل کیږي

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په بشري، کلتوري او ټولنیزو چارو کې د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال او افغانستان لپاره د یاد سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي ډاکټر طارق علي بخیت او له مله پلاوي سره کتلي دي.

د ښاغلي بخیت په مشرۍ یاد پلاوي وویل: افغانستان کې موږ غوره پرمختګونه ولیدل او دا د هغه انځور برعکس دی چې په خواله رسنیو کې د افغانستان په اړه منعکسیږي. راغلي پلاوي له افغانستان سره په ګڼو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

یاد پلاوي وویل، ټاکل شوې د اسلامي همکاریو سازمان د ترکیې له تیکای او د اذربایجان پرمختیایي موسسو سره قراردادونه لاسلیک کړي. د پلاوي په وینا افغانستان به د دغو پرمختیايي چارو په سر کې وي.

د اسلامي همکاریو سازمان مرستيال او د افغانستان لپاره د یاد سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخيت تر دې دمخه د امربالمعروف او نهی عن المنکر له وزیر شیخ محمدخالد حنفي او د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره هم ناستې کړې وې.

اړوند خبرونه