افغانستان ته د بنګلهدېش د علماوو او پانګهوالو راغلي پلاوي د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره د لیدنې په لړ کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر، مولوي عبدالکبیر سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د افغانستان – بنګلهدېش د اړیکو او تعامل په اړه خبرې شوې او راغلي پلاوي په افغانستان کې د اسلامي نظام پر ټینګښت خوښي څرګنده ده.
بنګلهدېشي پلاوي ویلي چې اوسمهال افغانستان کې د بشپړ امن په راتګ سره د پانګونې او صنعت لپاره فرصتونه شته او په وینا یې چې نړیوال سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته لېوال دي. بلخوا مولوي عبدالکبیر له اسلامي هېوادونو سره نږدې اړیکې او تعامل د اسلامي امارت لومړیتوب بللی، او په وینا یې چې نړۍ دې د افغانستان په بیارغونه کې همکاري وکړي.

