د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن شپه(چهارشنبه، غوایي پینځمه) په خپل اېکس لیکلي چې د کابل-جلال اباد پر لویه لارې ټرافیکي پېښې پینځه تنه شهیدان کړي دي.
ځدراڼ وړاندې وایي چې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې یو موټر له غره سره ټکر کړی چې له کبله یې پینځه هېوادوال شهیدان شوي او یو بل تن ټپي دی.
د ځدراڼ په قول چې ټپي تن د درمنلې په موخه د سروبي دولتي روغتون ته انتقال شوی.
افغانستان کې ټرافیکې پېښې د مرګ او میر لومړی فکټور ګڼل کیږي چې له کبله یې هره اونۍ لسګونه هېوادوال مري.
ددغو پېښو لوی لاملونه د موټروانانو بې غوري، د ټرافیکي اصولو نه مراعت او د لارو خرابوالی دی