د جوزجان ولایت د آقچې ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ کشفي او امنیتي ځواکونو د یوه کور د غلا په تور ۱۳ کسیزه وسلهواله ډله نیولې ده.
د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، لومړی د دغې ډلې اووه غړي له غلا شویو سرو زرو او نغدو پیسو سره يوځای نیول شوي وو، خو د پرلهپسې څېړنو او ځانګړو عملیاتو په پایله کې د دغې قضیې شپږ نور شریکان هم نیول شوي دي.
د مسوولينو په وینا، له نیول شویو کسانو څخه درې کلاشینکوفونه، ۱۲ شاژورونه، ۲۵۲ مرمۍ، دوه تومانچې، یو موشکوش، یوه روسۍ برچه، درې پوځي پرتله، اته نظامي چمپرونه، اته اولچکونه، یو برقي چارجر او یوه لاسي بم هم ترلاسه شوي دي.
د آقچې ولسوالۍ اوسېدونکو د دغې وسلهوالې ډلې پر نیول کېدو خوښي څرګنده کړې او له مسوولو ادارو یې د قضیې د عاملینو د قانوني چلند او مجازات غوښتنه کړې ده.

