ډېر لوستل شوي

ټرمپ: قطر او د سیمې نور هېوادونه د ایران د سمندري او ځمکنۍ کلابندۍ د دوام غوښتونکي دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، قطر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، بحرین، کوېټ او د سیمې نور هېوادونه د ایران پر وړاندې د اوسني وضعیت او محاصرې د دوام ملاتړ کوي.

ټرمپ د سې‌شنبې په سهار، د لړم په ۱۹مه، له خپل قطري سیال او لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره تر خبرو وروسته پر خپله ټولنیزه شبکه «ټروث سوشال» لیکلي چې له نوموړي سره یې د ایران په تړاو د ګڼو موضوعاتو په اړه ښې خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې، یاد هېوادونه غواړي چې د ایران پر وړاندې اوسنی وضعیت دوام وکړي او په وینا یې، د تاریخ تر ټولو ستره سمندري محاصره او د «وسپنې دروازې» په نوم نوی عملیات په ځمکه او سمندر کې روان پاتې شي.

ټرمپ همداراز ټینګار کړی چې ټول یاد هېوادونه په دې هوکړه دي چې ایران باید اټومي وسلې ونه لري او دا موضوع په هېڅ ډول د خبرو او معاملې وړ نه ده.

اړوند خبرونه