ډېر لوستل شوي

د بګرامیو – لته بند سړک دویمې طبقې قیر چارې جریان لري

کابل ښاروالۍ خبر ورکړی چې د یو ویشتمې ناحیې اړوند د کابل – جلال اباد تر سړک پورې د بګرامیو – لته بند سړک دویمې طبقې قیر چارې جریان لري.

د خبرپاڼې له مخې چې دغه ۳ زره ۳۰۰ متره اوږد او ۶۰ متره سور ور سړک په دوو اصلي او دوو فرعي لیکو کې طرحه شوی او تر اوسه یې د ۲٫۹۵۰ متره برخې لومړۍ او دویمه طبقه قیر چارې بشپړې شوې دي.

کابل ښاروالۍ لیکلي چې په دې پروژه کې د یو لوی کانال، څو پُل‌ګوټو، د ۷۰۰۰ متر مربع استنادي دېوال، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او تمځایونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.

سرچینې لیکلي چې د بګرامیو – لته بند سړک د کابل ښار یو مهم نښلوونکی دهلیز دی چې د سویلي او ختیځو د نښلولو په برخه کې ځانګړی ارزښت لري، او په بشپړېدو سره به یې ښاریانو ته د تګ راتګ اړوند آسانتیاوې رامنځته شي.

اړوند خبرونه