ډېر لوستل شوي

هګست: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د امریکا یوه ستره پوځي او سیاسي ناکامي وه

د امریکا د جګړې وزیر پیټ هګست د دغه هېواد پر پوځي اکاډمیو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د امریکا د پوځ ناکامۍ، په ځانګړې توګه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو څرنګوالی، په سمه توګه نه څېړل کېږي.

هګست ویلي، د امریکا د پوځي اکاډمیو ځینې استادان د سیاسي حساسیتونو له امله د پوځ د سترو ناکامیو له څېړلو ډډه کوي.

نوموړي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ګډوډ وتل د امریکا ستره ناکامي بللې او ټینګار یې کړی چې دې پېښې د دغه هېواد نړیوال اعتبار ته سخت زیان رسولی دی.

هغه همداراز، د کابل هوايي ډګر د برید په اشارې ویلي چې په ترڅ کې یې ۱۳ امریکایي سرتېري ووژل شول او دغه پېښه د جدي عملیاتي، ستراتیژیکو او سیاسي ناکامیو پایله وه.

هګست له پوځي اکاډمیو غوښتي چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي ناکامۍ لاملونه په جدي او هر اړخیز ډول وڅېړي او څرګنده کړي چې ولې امریکایي پوځي چارواکي د جمهوري حکومت د سقوط وړاندوینه ونه کړای شوه او پوځي پلانونه یې په څو ورځو کې له ماتې سره مخ شول.

اړوند خبرونه