د غوایي اوومه د افغانانو د تاریخ یوه توره او داغداره ورځ ده. په دغه ورځ د پردیو ایډیالوژيو څو شرمخانو په ډېر قساوت او ظلم سره د یوه خپلواک ولسمشر او د نوموړي د کورنۍ د غړو وینې وبهولې.
نوموړی یې د ولسمشرۍ له څوکۍ وپرځاوه او خپل ناولي قدمونه یې پرې کېښودل.
دغو انسانانو د مارکیسستي او لینستي ایډیالوژیو په خاطر د سلګونو زرو انسانانو وینې وبهولې، لسګونه زره یې بندیان او همدومره نور یې تري تم او جلاوطنه وکړل. دغه خلک بې عصا او ړانده د مارکسستانو پلیوني شول او حتی په یادو الحادانه نظریو کې دومره ډوب شول چې خپل دین، مذهب، کولتور، تاریخ، افغانیت، پښتونولي، ملي دودونه، سنتونه او… هرڅه یې هېر کړل او دا ملي نوامیس یې د پردیو او خیالي ایډیالوژيو په پار قربان او تر تېغه تېر کړل. دغه پرديپاله او د نورو په ناولو غېږو کې لوی شوي نه خپل هېواد ته وفادار پاتې شول او نه هم خپلو خیالي ارمانونو ته. که د افغانستان تاریخ ته ځیر شو، ښایي له دغو دوو(خلق او پرچم) غوندې پردیپالې ډلې ونه مومو. دغه وګړو په مطلقه توګه د خپل هر ارزښت پر وړاندې لستوڼي بډوهل او په نوم له دیني او افغاني ارزښت یې مخ وانه ړاوه. دیني او افغاني ارزښت یې په خپل ځای، دوی حتی په خپلو منځو کې هم ډلې ډلې شول او د یو بل پر وړاندې یې تورې له تیکې راوویستې.
دغو کمونستانو د خلق په نوم ګوندي فعالیت پیل کړ، خو وروسته سره ووېشل شول. خلق پر خلق او پر چم دوه نیم شو او بیا خپلو منځو کې هم سره وپاشل شول او د ګور د چینجیو په څېر یې یو بل سره وخوړل.
الحمدالله، کمونستان او کمونستي ایډیالوژي داسې ترۍ تمه او له خاورو سره خاورې شوه چې د بیا نشئت او ټوکېدو ځواک یې ونه موند. کمونستي نظریه ۷۰ کاله له خاورو سره خاورې شوه او له دې سره یاد هېواد په شپاړسو برخو ټوټې ټوټې شو.
د کمونستانو او کمونستي ایډیالوژیو د بربادۍ او له ریښې د وچېدو یوه ستر سبب له افغانې ټولنې او د هغوی د ملي او اسلامي ارزښتونو سره نه همغږي وه. مانا په افغان خاوره کې هغه نظریې او ایډیالوژۍ وده نه کوي چې د دوی له دیني او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې وي.