ډېر لوستل شوي

اکټوبر ۷مه؛ د کاذب غرور د زوال پیلامه

پوره ۲۴ کاله وړاندې(د ۲۰۰۱ زېږدیزکال د اکټوبر پر اوومه) د امریکا په مشرۍ د ناټو د ائتلاف له لوري پر افغانستان پوځي یرغل وشو. د امریکا د هغه وخت ولسمشر دا یرغل د سپټمبر د یوولسمې د غچ اخیستنې په پلمه او ددوی په قول ددې بریدونو د طراح(اسامه بن لادن) واشنګټن ته د نه‌تسلیمولو په ځواب کې کړی. خو ټولو ته تر لمر روښانه ده چې د اکټوبر د اوومې یرغل د نړیوال ټرورېزم او د مستقیم اشغال یوه بارزه نمونه وه. داسې تېری چې پکې د افغانانو خټین کورونه او شنې کروندې د نیمې مستکبرې نړۍ د اور خوراک شوې. پر همدې ورځ د بې ګناه افغانانو د وینو ویالې وبهېدې، د الوتکو له خېټو اور راښکته شو، سوچه اسلامي – افغانی نظام تالاترغه شو، د ورور لاس د سکه ورور تر ګرېوانه ورسېد، د کلیو او قبیلو ترمنځ د نفاق تخمونه راشنه شول، اخلاق فاسد شول او په ټوله کې دا ورځ وه چې له موږ یې له خپل اصله لېرې کړو.
وړاندې مو وویل چې دا یرغل د سپټمبر د پېښو تر پوښ لاندې وشو؛ خو د امریکا د هغه مهال ولسمشر جورج بوش نړیوالو اشرګڼو ته په څرګنده وویل چې دا جګړه د صلیب او اسلام جګړه ده. بوش همداراز نړیوالو ته له غوږه ورتېره کړه چې دوی به هلته د افغانانو په خوښه نظام رامنځته کوي، د نشه یي توکو د کرکېلو ریښې به وچوي، له اداري فساد پاکه اداره به رامنځته کوي او یاد هېواد کې به د تل لپاره د ټرورېزم پدیده له منځه وړي؛ خو ټولو ته مالومه ده چې پایله برعکس وه. د امریکا او نړیوالو له لوري یوه کاواکه او بلواکه اداره رامنځته شوه او واک هغو ته ورکړل شو چې له وړاندې یې د افغانانو په وینو ځانونه څورب کړي وو. د نړیوالو! په شتون کې افغانستان د نشه یي توکو پر ستر تولیدوونکي هېواد بدل شو، اداري فساد کې هم لومړی شو، قومي او ژبني تعصبات لکه د اور خپاره شول. نړیوالو د نشه یي توکو او د ناامنۍ د ورکاوي په نوم تېری کړی و، خو د برېټانویانو په مېشتځای(هلمند) کې تر بل هر ځای ډېر کوکنار کرل کېدل او ناامني خو دومره په څپو شوه چې آن ارګ لا خوندي نه وو. اوس سوال دا پیدا کیږي چې امریکا او نړیوالو ولې د ټرېلیونو ډالرو د لګښت باوجود یوه مستحکمه اداره رامنځته نه کړه؟
افغانستان کې د نړیوالو له لوبو دا ښکاره کیږي چې له دوی سره هېڅکله د افغان ولس غم نه و او نه یې دلته د یوه پیاوړي نظام رامنځته کول موخه وه.
په تېرو شلو کلونو کې نړیوالو پر افغانانو هغه څېرې وتپلې چې د نوم په اورېدو یې هم ترې کرکه کوله. همداشان نړیوالو د ملي حکومت په نوم ډراماټیکې ادارې رامنځته کړې او په فساد لړلو ټولټاکنو له منځه یې خپل روزلي واک ته ورسول.
له دې مالومیږي چې د نړیوالو اصلي وېره د یوه پراخ او پیاوړي اسلامي نظام له رامنځته کېدو څخه وه. له یوه داسې اسلامي حکومت څخه چې یو وخت به د مستضعفو مسلمانانو غږ اوري او دفاع ته به یې رادانګي. دا جګړه بېشکه د صلیبي تاریخي جګړو د لړۍ یوه برخلیک ټاکوونکې جګړه وه چې د باطل په ماتې سره پای ته ورسېده.
د بشرحقونو مدافعانو په افغانستان کې له انسانانو سره داسې وحشتونه وکړل چې د بشر په ټول تاریخ کې به هېر نه شي. د بشرحقونو مدافعانو! نه جومات، نه مدرسه، نه د ورا او نه هم د جنازې مراسم بې بمباره پرېښودل. په زندانونو کې یې بېګناه انسانان په سپیو وداړل او د شپنیو چاپو پر مهال د تورسرو او کوچنیانو کړیکې پرته له الله تعالی بل هېچا نه اورېدې. په تېرو شلو کلونو کې په منځني ډول د ورځې ۳۰۰ تنه وژل کېدل.
باالاخره باطل مات او د هر ډول ظلم او ناروا ټغر ټول شو. دا دی د الله تعالی په فضل او د افغان ملت د بې سارو سرښندنو په مټ ښکېلاک مات شوی، هېواد کې یو ځل بیا سرتاسري امنیت ټینګ شوی، د نشه یي توکو کرکېلې صفر شوي، د اداري فساد کچه صفر ته راټیټه شوې، معتادین راټول او او د کسب و کار څښتنان شوي، د سترو اقتصادي پروژو چارې روانې دي، د ورور لاس د خپل سکه ورور له ګرېوانه کښل شوی او تر پېړیو زړې دوښمنۍ هم پر روغې جوړې اوښتي. افغانانو او نړیوالو د سر په سترګو ولیدل چې د امريکا او ناټو د سولې، همکارۍ او ډموکراسۍ شعارونه په خوږو زهرو لړل شوي او افغان ولس ته له اسارت پرته څه نه لري. د افغان مېړني ولس کارنامې ښيي چې د زبرځواک او ښکېلاک پر وړاندې تل درېدلي او خپل سرونه یې د لاسونو په تلو کې ایښي. هغوی چې د ښکېلاکګرو په خوږو ژمنو او مادیاتو غولېدلي د تاریخ ترخه قضاوت ته یې ځانونه سپارلي. په باور سره وایو چې د افغان ولس په پیاوړې ارادې او ملي یووالي به بیا هېڅ ځواک افغانستان ته شوم ونه ګوري او د امریکا په ګډون د ناټو پر تابوت لګېدلی وورستی مېخ به بیا دوی ته پر افغانستان د چپاو چانس ورنه کړي.
#امید راډيو

اړوند خبرونه