ډېر لوستل شوي

کیلي په لاس فلسطینیان لا هم د خپلو نیکونو کورونو ته د ورتګ هیله لري….

فلسطینیان هر کال د مې ۱۵مه د النکبې په نوم نمانځي. نکبه عربي لفظ دی چې د لوی ناورین یا ژورې تراژیدي مانا لري. له نن څخه ۷۸ کاله مخکې د ۱۹۴۸ کال د مې پر ۱۴ مه برېتانویانو فلسطین کې خپلې واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود، خو په همدې ورځ د اسرائیلو لومړي وزیر ډېوېډ بنګورين د اسرائیلو د دولت د جوړونې اعلان وکړ. د اسرائیلو د دولت له اعلان سره سم د عربو او یهودو ترمنځ نښتې رامنځته شوې چې پکې شاوخوا ۷۵۰ زره فلسطینیان له خپلو مېنو بېځایه، یا د سر د ساتنې په موخه یې تېښته وکړه او یا جبري اخراج ته اړ شول. همدارنګه په دې نښتو او یهودي ناتار کې شاوخوا ۴۰۰ لوی او کوچني فلسطیني کلي هم ویجاړ او اوسېدونکي یې تبعید شول. فلسطینیان له همغه وخته تر ننه نکبه نمانځي او په دې سره خپلو مېنو او کلیو ته د ورتګ یاد تازه کوي. دغه کیلي په لاس فلسطینیان خپلو مېنو ته د ورستنېدو په بدرګې سره وایي چې هیله لري یوه ورځ خپلو مېنو ته ورستانه شي او د همدې شعار بدرګه د ملي هویت او ملي درد په توګه تمثیلوي.

د فلسطینیانو ډله ییز اخراج یا د نکبې علتونه ګڼ او یوازې په یوه پېښه نه راڅرخي. دا پېښه د سیاسي خیانت، استعماري ځواک ځایناستیتوب او له ملي او نړیوالو پېښو سره مله وه. تاریخپوهان او د منځني ختیځ د چارو څارونکي وایي چې د نکبې پېښه کې تر هر څه زیات صهیونیستي خوځښت بنسټیز رول لوبولی دی. ددې خوځښت انګېزه دا وه چې باید یهودي محوره دولت مفکوره عامه او یو ملي یهودي دولت رامنځته شي. صهیونېست خوځښت یا (Zionist movement)د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې په اروپا کې رامنځته شو. د دې خوځښت موخه دا وه چې یهودیان په فلسطین کې خپل ملي دولت ولري. د دې خوځښت ملاتړو فلسطین د تاریخي یهودي وطن په توګه ګاڼه او هلته یې د یهودي نفوس د زیاتولو هڅې پیل کړې. دا موضوع په چټکۍ سره فلسطینیانو او نورو عربو درک کړه او دا یې وپتېیله چې د دوی په خاوره کې د یوه بل ملي دولت د جوړونې هڅه روانه ده. د دې خوځښت بنسټګر تیودور هرزل و. نوموړي په ۱۸۹۶ کال کې ویلي و چې د یهودانو لپاره د یوه دولت جوړول به په اروپا کې د یهود ضد احساساتو او پر هغوی د پېړیو اوږدو بریدونو جبیره وي. هغه مهال چې عثماني امپراتوري ونړېده، برېتانیا پر فلسطین هجوم وروړ او هلته یې د “بلفور اعلامیه” خپره کړه. د بلفور اعلامیې سند یهودیانو سره ژمنه کوله چې “په فلسطین کې د یهودانو لپاره د ملي ټاټوبي په جوړولو” کې به مرسته کوي.

دې سره فلسطینۍ خاورې ته د یهودو کډوالۍ زور واخیست او په چټکۍ یې د فلسطیني بومي وګړو ځمکې لاندې کړې او یا یې په ناڅیزې بیې ترې وپېرلې. په همدې سره د یهودو او عربو د ځواک توازن بدل شو. یو بل ټکی چې د یهودو خواخوږي یې راپارولې وه، هغه لومړۍ نړیوالې جګړې کې د یهودو بېدرېغه وژنه وه چې ټولې نړۍ پرې شفقت درلود او عاطفي خواخوږي یې ورسره لرله.

فلسطینیان تر ننه پورې د بېرته ستنېدنې حق او خپل وطن کې مېشتېدنه خپل بنسټیزه غوښتنه او حق بولي چې تراوسه دا موضوع ناحل پرته ده. د فلسطینیانو ننني نسل ته نسل په نسل د هغو کورونو کیلي ګانې رسېدلي چې دوی په خپل لاس خپل کورونه په دې هیله قلف کړي وو چې ښایي یوه ورځ ورته بېرته راوګرځي. دوی دا کیليانې د بېرته ستېدنې او خپل وطن کې د مېشتېدنې د یوه سمبول په توګه ساتي.

نړیوالې ټولنې هم د فلسطینیانو د بېرته ستنېدو یا تاوان اخیستو حق په رسمیت پېژندلی، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ دغه غوښتنه د ۱۹۴۸ کال د دسمبر په ۱۱مه تصویب کړې. په دې پرېکړه کې ویل شوي: “هغه کډوال چې غواړي خپلو کورونو ته ستانه شي او له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي، باید ژر تر ژره ورته اجازه ورکړل شي”. بل خوا اسرائیل دا ماده نه مني او فکر کوي چې هلته د فلسطینیانو ډېرښت به د دوی ملي دولت له ګواښ سره مخ کړي. له فلسطیني لومړي کډوال شوي نسله تر ننه شاوخوا پینځه میلیونه کسان ملګرو ملتونو د کډوالو په حیث ثبت کړي چې له ډلې یې یو نیم میلیون د اردن، لبنان، سوریې، غزې او مصر په ۵۸ پنډغالو کې ژوند کوي.

نکبه لا هم د فلسطینیانو په روح او روان کې نقش او حک ده. دا ویرژنه ورځ لا هم په داسې حال کې نمانځل کېږي چې لسګونه زره فلسطینیان بېځایه، کورونه او مېنې یې ړنګې، نږدې ۷۲ زره تنه ترې په تېرو شاوخوا درېیو کلونو کې شهیدان او تر ۱۷۲ زرو تنو نور ډېر ژور ټپیان دي.

نکبه یوازې د مې ۱۵مې په حیث تش د یوې ورځې نوم نه دی، بلکې له دې سره د فلسطینیانو پرون، نن او سبا غوټه شوی. نکبه فلسطینیانو ته د تلپاتې کډوالۍ، ملي درد او شهادتونو یوه سلسله وګرځېده، خو مسلمانان په دې نظر کلکه عقیده لري چې یوه ورځ به باطل مات او د حق سپین توغ به پر اقصی رپېږي.

د ضمیمې په ډول ویلی شو چې اسلامي امارت او افغان ولسونو له لومړۍ ورځې د اقصی او د فلسطینیانو د ظلمونو د درونې ترڅنګ ولاړ و او په هره وسیله یي هڅه کړې چې مظلومو فلسطینیانو ته یې خیر ورسیږي. په انقره کې د اسلامي امارت سفیر شیخ صنیع‌الله فرهمند هم یوې جوړې شوې رسمي غونډې ته ویلي، د غزې مجاهدین د خپل مال، کورنۍ، اولاد او ځان پروا نه لري او یوازې د الله ﷻ او رسول ﷺ د لارې پیروي کوي. ښاغلي فرهمند زیاته کړې، د غزې خلکو خپل ځانونه د عقیدې او مبارزې لپاره فدا کړي او د سختو قربانیو باوجود لا هم د یرغلګرو پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکوي. ښاغلي سفیر ویلي چې د خپلو کورنیو او اولادونو شهادت د غزې د خلکو اراده نه کمزورې کوي، بلکې د مقاومت روحیه یې لا پیاوړې شوې ده.

#امیدراډیو

اړوند خبرونه