د تېر زېږدیز کال راهیسې ګاونډیو هېوادونو له افغان کډوالو سره له هېڅ ناوړه کړنې مخ ونه ګرځاوه. په زور له کوربه هېواده اېستنه، په زندان کې اچول، له کار منع کول، کور کې نظربند ساتل، د شتمنۍ ضبط او د کور ـ کارځای ویجاړول او په جبر ګرځول هغه کړنې وې چې د پاکستان او ایران دواړو حکومتونو له افغانانانو سره وکړې. په دې ډول ناوړه کړو وړو یادو هېوادونو وښوده چې د کډوالو او بشر د لومړنیو او بنسټیزو حقونو ساتنې ته ژمن نه دي او نه غواړي چې نور دې افغان کډوال هلته مېشت شي. له ایران او پاکستان دواړو هېوادونو لا هم د افغان کډوالو د راستنېدو کچه نه ده کمرنګه شوې، خو د تېرو څو میاشتو په پرتله یې په لېږد کې یو څه کمښت لیدل کیږي، خو د تېرو کړو په قیاس، ویلو شو چې نور دواړه ګاونډي هېوادونه د افغان کډوالو د کوربتوب اراده نه لري.
ددغو دوو ګاونډیو هېوادونو سربېره تازه تاجکستان هم د افغان کډوالو په اېستنې لاس پورې کړی دی او هلته مېشت افغان کډوال په وېره کې ژوند کوي. دوشنبې وروسته له هغه د افغان کډوالو د اېستنې لړۍ چټکه کړې چې په دې وروستیو کې د یوه افغان په لاس د یوې تاجکستانۍ مېرمنې د وژنې راپور خپور شو.
د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي: یوه دوه ویشت کلن افغان کډوال یوه تاجکستانۍ اووه ویشت کلنه ښځه د جبار رسولوف په سیمه کې په چاقو وژلې ده. د تاجکستاني رسنیو د راپورونو له مخې له دې پېښې وروسته تاجکستاني پولیسو د ۲۰۰ او ۳۰۰ ترمنځ افغان کډوال له سغد ولایته ایستلي دي او افغانستان ته شړل شوي دي. رسنیو ویلي دغه راز د روانې غویي میاشتې په ۱۷مه تر ۱۵۰ نور افغانان هم د دوشنبې له ښاره ډیپورټ شوي او د افغانستان کندز ولایت ته استول شوي دي. د کندز ځایي اوسېدونکو ویلي چې له تاجکستانه له ډیپورټ شویو دې کډوالو څخه کالي او خپل سامانونه ستانه شوي او تش لاس یې کندز ته را اړولي دي. پر دې سربېره دغه هېواد تېر کال هم له مرکزي سیمو یو شمېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي وو. هغه وخت چارواکو ویلي وو چې د کډوالو شمېر زیات شوی دی او یو شمېر افغانان په غیرقانوني ډول تاجکستان ته داخل شوي دي.
له تاجکستان څخه یو شمېر دغو افغانانو چې لا هم په وهم او ډار کې ژوند کوي، رسنیو ته ویلي چې د یوه کس په جرم نه باید ټول افغانان مجرمان وبللی شي او په ګډه سزا وګالي. دوی وایي چې جرم فردي عمل دی او په ټوله نړۍ کې افراد په ډول ډول جرمونو مرتکب کیږي، خو سزا یې بیا ټولو خلکو ته نه ورکول کیږي. دوی ویلي چې اوس آن له خپلو کورونو هم نه شي وتلی او ورځې ورځې په خپلو کورونو کې د نظربند په حالت کې تېروي. د تاجکستان په بېلابېلو سیمو کې مېشت افغانان وایي چې حتی پولیسو هغه افغانان هم نیولي چې د استوګنې اسناد لري. دوی وایي چې پولیس یې خبرې نه اوري، اسناد ترې ضبطوي او پرته له کومې څېړنې یې افغانستان ته اړ کوي. بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا « یو این ایچ سي آر» له تاجکستاني چارواکو غوښتنه کړې چې دوی دې له کوم جرم پرته افغانان نه نیسي او نه دې په زور اخراجوي.
د افغان کډوالو د اېستلو سره هممهاله، د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې ادعا کړې چې د یو شمېر کډوالو لخوا د جرمونو ډېرېدل د تاجکستان امنیت له خطر سره مخامخوي او د همدې ډول پېښو د مخنیوي په موخه یې یو شمېر افغان وګړي له خپل هېواده ایستلي دي. دوی تور پورې کوي چې هلته ځینې افغانان پر بېلابېلو جرمونو کې ښکېل دي چې تراوسه خپله د تاجکستان حکومت او کوم خپلواک بنسټ او رسمي مراجعو دا ډول تورونه په زبات نه دي رسولي. د تاجکستان حکومت دا هم ویلي چې هېواد یې د شاوخوا لسو زرو افغان کورنیو کوربه دی او په وینا یې دا خلک په جرمونو ککړ نه دي، هوسا ژوند کوي او له هر ډول اسانتیاوو برخمن دي.
د تاجکستان سربېره لا هم په پاکستان، ایران، عراق او ترکیې کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ روانه ده. د راپورونو له مخې هره ورځ له ایران او پاکستان څخه د تورخم، سپین بولدک او اسلام کلا بندرونو له لارې زرګونه کورنۍ خپل هېواد ته راستنېږي. ایران کې مېشت افغانان وایي چې هره ورځ مامورین راځي او له کوره، د کار ځایونو څخه افغانان، که اسناد ولري او که نه، له ځان سره بیایي، له کارهیې شړي، توهین یې کوي، ځوروي.
افغان حکومت هم په یوازې ځان د کډوالو پالنې ته کمېټې رامنځته او د کډوالو دا ستره او نهمهارېدونکې څپه یې په ماهرانه ډول مدیریت کړه. افغان حکومت نه یوازې د سپین بولدک او تورخم له لارې راګرځېدونکو کډوالو ته لومړنۍ خوراکي او نغدي مرستې ورسولې، بلکې بې سرپرسته کډوالو ته یې په دې دواړو سیمو کې لنډمهاله مېشتغالي پرانیستل، دوی یې ثبت او راجستر کړل، روغتیایي چوپړونه یې ورته وړاندې کړل، تر خپلو ولایتونو پورې یې موټرونه ورته کرایه کړل او د لارې خرڅ یې هم ورکړل. همداشان د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمد الله فطرت تازه ویلي چې د تېرې یوې اوونۍ په جریان کې په ۱۱ ولایتونو کې څه باندې نهه زره راستنو شوو کډوالو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوي دي. هغه لیکلي، ننګرهار کې ٣٢٧٠ کورنیو ته، لغمان کې ۱۲۶۰ کورنیو ته، زابل کې ۹۶۰ کورنیو ته، فراه کې ۵۲۷ کورنیو ته، بامیانو کې ۶۶ کورنیو ته، سرپل کې ۴۹۵ کورنیو ته، سمنګان کې ۵۵۰ کورنیو ته، بلخ کې ۹۳۴ کورنیو ته، جوزجان کې ۶۰۰ کورنیو ته، کندوز کې ۳۰۰ کورنیو ته او غزني کې ۴۰۰ کورنيو ته د ځمکې نومرې وېشل شوي دي. د ښاغلي فطرت د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله په مجموعي ډول ١٨٩٠٤ راستنو شوو کورنیو ته ځمکې وېشل شوې دي او دا لړۍ په چټکۍ جریان لري. اسلامي امارت له لومړۍ ورځې په بهر کې پر مېتشو افغانانو غږ کړی چې خپل هېواد ته راشي او دلته پتمن ژوند غوره کړي. افغان حکومت ویلي چې هېواد کې د ټولو سر او مال خوندي دی او دا هېواد په ګډه ابادونې ته اړتیا لري.
#امیدراډيو

