په دې وروستیو ورځو کې له چین، روسیې، ایران، هند او اوزبېکستان سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، پانګونې او اقتصادي همکاریو په موخه د خبرو اترو زیادښت او د دواړو خواوو د پلاوو تګ راتګ د پام وړ پرمختګ بلل کېدای شي. که څه هم دا ډول خبرونه او تحرکات نوي نه دي؛ خو ددې ډول غونډو او ډیپلوماټیکو ملاقاتونو ګټه د افغانستان، سیمې او د اسیا د څو قطبونو اتصال ته ډېره زیاته ده.
دا خو ټولو ته څرګنده ده، چې افغانستان د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ په یوه لوړ جغرافیایي موقعیت کې پروت دی، د سیمې د سوداګرۍ، ټرانزیټ، انرژۍ او اتصال په برخو کې د پام وړ ظرفیتونه لري. له همدې امله، له سیمهییزو قدرتونو سره د اقتصادي اړیکو پراختیا د افغانستان لپاره یوازې د سوداګرۍ د زیاتوالي سبب نه کیږي؛ بلکې دا ډول هڅې ملي عواید لوړووي، ملي اقتصاد ته ټیکاو بښي، کاري فرصتونه ایجادوي او د سیمې د اقتصاد ځنځیر لاپسې پراخوي او مظبوطوي.
د نړیوال سیاست په معاصره معادله کې اقتصادي دیپلوماسي د هېوادونو د اړیکو یو اساسي محور ګڼل کیږي. سیاسي تفاهمونه او راشه درشه هغه وخت خپل لوړ ارزښت مومي چې له اقتصادي همکاریو، دوه اړخیزو ګټو او د فرصتونو له ایجاد سره مل وي. په همدې اساس، له روسیې، چین، ایران، هند او اوزبېکستان سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو پراختیا کولای شي د سیاسي تعاملاتو لپاره هم یو پیاوړی بنسټ کېږدي.
د روسیې د لوړپوړي اقتصادي پلاوي وروستی سفر او له افغان چارواکو سره د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، کانونو، صنعت او کرنې په برخو کې خبرې اترې د دې تعامل یوه څرګنده بېلګه ده. د روسیې د اقتصادي همکاریو په ترڅ کې د افغاني صادراتو د زیاتوالي، د ترانزیټي لګښتونو د کمولو او په بېلابېلو اقتصادي سکتورونو کې د پانګونې موضوعات مطرح شوي دي. همدارنګه، د افغان او روسي خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۱۵ هوکړهلیکونو لاسلیک، چې ارزښت یې ۱۰۳ میلیون ډالرو ته رسېږي، د اقتصادي همکاریو د عملي کولو په لور یو مهم ګام بلل کېدای شي.
افغانستان او سیمهییز قدرتونه؛ د دوهاړخیزو ګټو فرصت
چین د افغانستان په اقتصادي راتلونکي کې د پانګونې، کانونو، ټرانزیټ او سیمهییز اتصال له پلوه مهم رول لرلای شي. د چین اقتصادي ظرفیتونه او د سیمهییزو زېربناوو د پراختیا تجربه کولای شي د افغانستان د طبیعي منابعو او جغرافیایي موقعیت د مؤثرې استفادې لپاره فرصتونه برابر کړي. البته، دا فرصتونه هغه مهال په واقعي اقتصادي ګټو بدلېدای شي چې یادې پانګونې، د رڼو هوکړهلیکونو، دوه اړخیزو ګټو او کلکو اقتصادي ژمنو پر بنسټ ترسره شي.
روسیه، د انرژۍ، صنعتي تولیداتو، ماشینونو او کرنیزو محصولاتو په برخه کې د افغانستان د پام وړ اقتصادي شریک ګڼل کېدای شي. افغانستان هم کولای شي د زعفرانو، ځڼغوځي، انارو، انګورو، پنبې او نورو کرنیزو محصولاتو لپاره د روسیې بازار ته له لاسرسي ګټه واخلي. د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د حجم زیاتوالی او د روسيې له خوا د افغان کرنیزو محصولاتو د پېرلو د پراختیا لېوالتیا د دې بازار د ظرفیت څرګندویه ده.
له هند سره اقتصادي اړیکې هم له پامه نه شي غورځېدای. هند د افغانستان لپاره د درملو، کرنیزو محصولاتو، سوداګرۍ، بشري مرستو او پراختیایي همکاریو په برخو کې یو مهم شریک پاتې شوی دی. د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او پانګونې د ګډې کاري ډلې په وروستۍ غونډه کې د ګمرکي همکاریو، بانکي اړیکو، سوداګریز اتصال، درملو، کرنیزو محصولاتو او پانګونې پر پراختیا خبرې شوې دي. دا موضوعات ښيي چې د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یوازې سیاسي اراده کافي نه ده، بلکې د سوداګرۍ د تخنیکي او اداري خنډونو لرې کول هم اړین دي.
ایران د ګډې جغرافیې، اوږدو سوداګریزو اړیکو او بندرونو ته د افغانستان د لاسرسي له امله، د افغانستان په اقتصادي معادله کې باارزښته نقش لري. د ایران له لارې د صادراتو او وارداتو د مسیرونو پراختیا، د ټرانزیټي لګښتونو کمول او د سوداګرۍ د اسانتیاوو رامنځته کول کولای شي د افغانستان د اقتصادي اتصال لپاره بدیل فرصتونه ایجاد کړي.
اوزبېکستان بیا د افغانستان لپاره د انرژۍ، کرنې، سوداګرۍ، رېلپټلۍ او د مرکزي آسیا له بازارونو سره د اتصال په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. له اوزبېکستان سره د اوبو، کرنې او سوداګرۍ په برخو کې د همکاریو پراختیا، په ځانګړې توګه د افغانستان د شمالي سیمو اقتصادي ظرفیتونو ته په پام سره، د سیمهییزې اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره مهمه ده.
سره له دې چې د اقتصادي اړیکو پراختیا او د بهرنیو پلاوو تګ راتګ د خوشبینۍ وړ دی، خو اساسي پوښتنه دا ده چې دغه تعاملات به د افغانستان د اقتصاد په عملي وده کې څومره اغېز ولري؟
د افغانستان په اقتصادي تاریخ کې د تفاهملیکونو، ژمنو او پانګونې خبرونه ډېر ورکول شي، خو کله کله دا ډول هڅې د نهڅار، غفلت او یا نورو ستونزو په وجه په سیند لاهو شي. له همدې امله، اوسني اقتصادي تعاملات باید یوازې د غونډو، سفرونو او لاسلیک شوو اسنادو باندې تر تکیې بسنه ونه شي؛ بلکې وخت پر وخت تعقیب، وغوړول شي او د عمل ډګر ته راوړل شي.
دلته ځیني نکتې چې افغان حکومت یې باید له بهرنیو شریکانو یا پانګوالو سره د کار پرمهال په پام کې وساتي؛ ذکر کوو:
لومړی، د طبیعي سرچینو استخراج باید له داخلي تولید، پروسس او صنعتي ارزښتلوړونې سره تړلی وي، څو د هېواد خام مواد په ارزانه بیه بهر ته ونه لېږدول شي او د تولید اصلي اقتصادي ګټه نورو هېوادونو ته انتقال نه شي.
دویم، د افغانستان کرنیز محصولات باید د نړیوالو بازارونو لپاره د کیفیت، بستهبندۍ، معیارونو او صادراتي ظرفیت له پلوه پیاوړي شي. دا کار د بزګرانو عواید زیاتوي، د هېواد صادرات پراخوي او د اقتصادي ودې لپاره دوامداره اساس ږدي.
درېیم، د ټرانزیټ او سیمهییز اتصال په برخه کې باید افغانستان د یوه مصرفوونکي او تېرېدونکي مسیر پر ځای، د سیمهییزې سوداګرۍ په فعال مرکز بدل شي. د رېلپټلۍ، سړکونو، ګمرکونو، لوژستیکي مرکزونو او د سوداګرۍ د اسانتیاوو پراختیا کولای شي د افغانستان جغرافیایي موقعیت په اقتصادي امتیاز بدل کړي.
څلورم، بهرنیو پانګونو ته باید داسې زمینه برابره شي چې افغان خصوصي سکتور پکې فعال ګډون ولري، کورني کارکوونکي استخدام شي، تخنیکي پوهه انتقال شي او د هېواد تولیدي ظرفیتونه لا لوړ شي.
له چین، روسیې، ایران، هند او اوزبېکستان سره د اقتصادي اړیکو پراختیا یو بل مهم اړخ هم لري. افغانستان کولای شي د سیمهییزو قدرتونو ترمنځ د اقتصادي تعاملاتو په پراختیا سره د خپلو ملي ګټو لپاره پراخ فرصتونه رامنځته کړي.
په نړیوال سیاست کې د قدرتونو ترمنځ رقابتونه او اختلافات یو واقعیت دی؛ خو افغانستان باید د دغو رقابتونو برخه نه شي، بلکې د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ له ټولو اړخونو سره اړیکې وساتي. د یوه هېواد له اقتصادي بازار یا سیاسي محور سره بشپړه تړلتیا د اقتصادي او سیاسي خپلواکۍ لپاره خطرونه رامنځته کولای شي. په مقابل کې، د بازارونو تنوع، د سوداګریزو مسیرونو پراختیا او د پانګونې د سرچینو تعدد د افغانستان اقتصادي مقاومت او سیاسي مانور ته زمینه برابروي.
په دې برخه کې د افغانستان لپاره تر ټولو مهم اصل باید دا وي چې اقتصادي اړیکې د ملي ګټو، دوه اړخیز درناوي، روڼوالی او متوازن تعامل پر بنسټ تنظیم کړي. د هېواد اقتصادي ظرفیتونه باید د سیاسي امتیازاتو د ترلاسه کولو وسیله نه، بلکې د خلکو د ژوند د ښهوالي، د بېکارۍ د کمولو او د اقتصادي ټیکاو د پیاوړتیا لپاره وکارول شي.
#امیدراډيو

