ډېر لوستل شوي

د امریکا بهرنی سیاست؛ په سپېره ډګر د متحدانو پرېښودنه

د سر خبرې

په نړیوال سیاست کې د دولتونو ترمنځ اړیکې تل د دوستۍ او ګډو ارزښتونو پر بنسټ نه وي ولاړې، بلکې ملي ګټې، امنیتي اړتیاوې، اقتصادي ملاحظات او د قدرت سیالي د دغو اړیکو په جوړولو او دوام کې مهم رول لري. د نړۍ ستر قدرتونه له نورو هېوادونو سره اتحادونه جوړوي، پوځي او مالي ملاتړ یې کوي او کله ناکله د هغوی په سیاسي جوړښتونو کې هم مداخله کوي یا حتا ادغامېږي، خو کله چې نړیوال شرایط او ستراتیژیک لومړیتوبونه بدل شي، د ملاتړ کچه او بڼه یې هم بدلېدای شي.

د امریکا بهرنی سیاست د دې وضعیت روښانه بېلګې لري. افغانستان، عراق، ویتنام او اوکراین هغه هېوادونه دي چې له امریکا سره یې اړیکې د نړیوالو سیاسي او امنیتي بدلونونو تر اغېز لاندې راغلې دي. د دغو تجربو شننه دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا امریکا خپل متحدان یوازې د خپلو ګټو لپاره کاروي او کله چې خپلې موخې ترلاسه کړي، ترې لاس اخلي؟ دا پوښتنه موږ د امریکا د بهرني سیاست په ستراتیژۍ او عملي سیاست او حالت په بستر کې شنو.

اصلي متن

د سیاسي واقعیت‌پالنېPolitical Realism)) له نظره، دولتونه په نړیوال سیاست کې تر ډېره د خپلو ملي ګټو، امنیت او قدرت د ساتنې لپاره هڅې کوي. د یو هېواد لپاره چې نن مهم متحد وي، ښايي د شرایطو په بدلېدو سره یې اهمیت کم شي. له همدې امله، ستر قدرتونه خپلې اړیکې د تلپاتې دوستۍ پرځای د خپلو ګټو او ستراتیژیکو اړتیاوو له مخې تنظیموي.

امریکا هم د خپلو بهرنیو اړیکو په تنظیم کې د سیال قدرت د نفوذ محدودولو، د سیمه‌ییز امنیت ساتلو، د پوځي او اقتصادي ګټو د تأمین او نړیوال نفوذ د پراخولو هڅه کوي. کله چې د یو متحد ملاتړ د امریکا له ګټو سره برابر وي، واشنګټن ښايي پراخې مرستې ورسره وکړي، خو که د ملاتړ لګښتونه زیات شي، کورنی سیاسي فشار لوړ شي یا ستراتیژیک لومړیتوبونه بدل شي، د مرستو د کمولو یا د پوځي حضور د پای ته رسولو پرېکړه هم کولای شي.

البته، دا په دې مانا هم نه ده چې امریکا دې تل خپلې بهرنۍ تګلارې په ملي ګټو درولې وي، خو یوه موضوع روښانه ده چې دوی د بشر حقونه، ولسواکۍ، نړیوال ټیکاو او نور تر پوښتنې لاندې راوستي. د دوی په رسمي سیاست کې دا ارزښتونه یوازې د نورو د غولونې لپاره کارول کېږي. 

د بېلګې په ډول، د افغانستان تجربه د امریکا د بهرني سیاست د تحلیل لپاره ځانګړی اهمیت لري. د ۱۹۷۹ کال په ډسمبر کې پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل وروسته، امریکا په افغانستان کې دلچسپي پیدا کړه او له افغانستان سره یې د خواخوږۍ دلیل یو و او هغه د وخت شوروي اتحاد د نفوذ مخنیوی. په ۱۹۸۹ کال کې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان ته د امریکا پاملرنه کمه شوه. په ۱۹۹۲ کال کې د نجیب‌الله حکومت سقوط وکړ او هېواد د کورنیو جګړو په یو نوي فصل بدل شو. د شوروي اتحاد له ماتې وروسته امریکا، افغانستان او سیمې ته شا کړه او د افغانستان له بیارغونې او وروستیو بې‌ثباتیو په تړاو چوپه خوله شول.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته امریکا پر افغانستان پوځي یرغل وکړ، د اسلامي امارت حکومت یې نسکور کړ او د نوي جمهوري نظام په جوړولو کې یې اساسي رول ولوباوه. په تېرو شلو کلونو کې یې د افغان حکومت، امنیتي ځواکونو او دولتي ادارو د پیاوړتیا لپاره پراخې مالي او پوځي مرستې وکړې، خو د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون او په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سم د امریکا لخوا جوړ نظام سقوط شو او امریکا په تېښته بریالۍ شوه. امریکا قصداً د دوی تر مستعمرې لاندې هېوادونو کې پیاوړي دولتونه نه جوړوي او د دوی له تېښتې سره سم یې لاسپوڅي دولتونه نړېدلي دي. د تېر جمهوریت سقوط د همدې سناریو یوه برخه وه.

اوکراین د امریکا د بهرني سیاست یوه بله مهمه بېلګه ده. روسیې په ۲۰۱۴ کال کې «کریمیا» تر خپل کنټرول لاندې راوسته او په ۲۰۲۲ کال کې یې پر اوکراین پراخ پوځي یرغل پیل کړ. امریکا د اوکراین د دفاع لپاره پوځي، مالي او استخباراتي ملاتړ برابر کړ. د دې ملاتړ مهمې موخې د اوکراین د خپلواکۍ دفاع، د روسیې د پوځي نفوذ محدودول او د اروپا د امنیتي نظم ساتل وو.

خو د امریکا په کورني سیاست کې اختلافاتو، د جګړې لګښتونو او د هغې د پای ته رسولو په اړه د بحثونو له زیاتېدو سره د اوکراین د ملاتړ راتلونکی هم د سیاسي اختلاف موضوع ګرځېدلې ده. د ډونالډ ټرمپ د ادارې تګلارې د مرستو د دوام، له روسیې سره د اړیکو او د سولې د شرایطو په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې دي. د اوکراین وضعیت د افغانستان له تجربې سره ځینې ورته‌والی لري. دواړو هېوادونو د خپل امنیت په مهمو برخو کې د امریکا پر ملاتړ تکیه درلوده او د واشنګټن د سیاست بدلون پرې مستقیم اغېز کولای شوای، خو دواړه قضیې یو شان نه دي. اوکراین خپل دولتي بنسټونه او پوځ لري، له اروپايي هېوادونو هم ملاتړ ترلاسه کوي او د روسیې پر وړاندې خپله دفاع کوي. له همدې امله، د امریکا د مرستو کمېدل پخپله د اوکراین د حتمي سقوط معنا نه لري.

د اوکراین تجربه بیا هم یوه مهمه پوښتنه راپورته کوي: که د یو هېواد امنیت د بهرني متحد په وسلو، استخباراتو او مالي ملاتړ پورې تړلی وي، د دغه متحد د سیاست بدلون به یې پر راتلونکي څه اغېز ولري؟

عراق او ویتنام؛ دوې نورې بېلګې

په ۲۰۰۳ کال کې امریکا پر عراق برید وکړ، د صدام حسین حکومت یې نسکور کړ او د نوي سیاسي نظام په جوړولو کې یې پراخ رول ولوباوه. خو د صدام حسین د حکومت نسکورول د باثباته دولت د جوړولو ضمانت نه و. عراق له فرقه‌ییزو شخړو، وسله‌والو پاڅونونو، وسله‌والو بریدونو او سیاسي بې‌ثباتۍ سره مخ شو.

د عراق تجربه ښيي چې یو ستر قدرت د پوځي برلاسۍ له لارې حکومت نسکورولای شي، خو د ټولنې سیاسي اختلافات په پوځي وسیلې نه‌شي حل کولای. د یو هېواد د سیاسي جوړښت بدلول د هغه د ثبات، مشروعیت او خپلواک پرمختګ تضمین نه دی. ویتنام هم د دې بحث یوه مهمه تاریخي بېلګه ده. امریکا د سړې جګړې پرمهال د جنوبي ویتنام له حکومت څخه د کمونېستي نفوذ د محدودولو لپاره پراخ ملاتړ وکړ، خو د جګړې د اوږدېدو، لوړ لګښت او په امریکا کې د مخالفتونو د زیاتېدو له امله یې په ۱۹۷۳ کال کې د وتلو تړون لاسلیک کړ. په ۱۹۷۵ کال کې «سایګون» سقوط وکړ او ویتنام د شمالي ویتنام تر مشرۍ لاندې متحد شو.

د ویتنام او افغانستان ترمنځ یو مهم ورته‌والی دا دی چې د بهرني ملاتړ دوام د ملاتړ کوونکي هېواد په سیاسي اراده پورې هم تړلی وي. کله چې جګړه د هغه هېواد دننه سیاسي مشروعیت له لاسه ورکړي یا لګښتونه یې زیات شي، د ملاتړ دوام ستونزمنېږي.

ایا امریکا خپل متحدان کاروي؟

دلته باید د کارونې یا استعمال کلمه په یو څه احتیاط سره یاده شي. که موخه یوازې د خپلو ملي ګټو ساتنه وي، نو دا کار د نړۍ هر بل هېواد کوي، خو امریکا خپله ماتې او خیانت هم د همدې موضوع په نقاب کې رانغاړي. امریکا له هر متحد سره له پیل څخه د دوکې او وروسته پرېښودو یوه ثابته طرحه او شالید لري.

امریکا له جاپان، جنوبي کوریا او د ناټو له ډېرو غړو سره اوږدمهاله امنیتي اړیکې ساتلې دي. دا اړیکې د متقابلو ګټو، امنیتي اړتیاوو او اقتصادي همکاریو پر بنسټ ولاړې دي. دا بېلګې ښيي چې ستراتیژیک اتحادونه د اوږدې مودې لپاره هم دوام کولای شي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې د دواړو لوریو ګټې سره برابرې وي، خو د امریکا په څېر ستر قدرتونه د خپلو متحدانو د ملاتړ په اړه د پرېکړې پرمهال خپل ملي لومړیتوبونه په پام کې نیسي.

د امریکا د بهرني سیاست د تحلیل لپاره باید درې عوامل په پام کې ونیول شي:

د ستراتیژیکو ګټو بدلون؛ د جګړې او ملاتړ لګښتونه او په کورني سیاست کې بدلونونه.

د دغو عواملو په بدلېدو سره د ملاتړ کچه او بڼه هم بدلېدای شي.

کمزوري او د درېیمې نړۍ هېوادونه څه باید وکړي؟

د افغانستان او نورو هېوادونو تجربې ښيي چې بهرنی ملاتړ د دولت جوړولو او پیاوړتیا لپاره مهم دی، خو د خپلواکۍ او ثبات ضمانت نه شي کېدای. کمزوري هېوادونه باید خپلې ملي ګټې په روښانه توګه تعریف کړي او له بهرنیو قدرتونو سره اړیکې داسې تنظیم کړي چې د یو متحد د سیاست بدلون یې د دولت بقا له خطر سره مخ نه کړي.

د دې لپاره څو اساسي شرطونه مهم دي:

•   کورنی مشروعیت: حکومت باید د خلکو باور، اغېزمنې ادارې او د سیاسي مشارکت مشروع لارې ولري.

•   امنیتي خپلواکي: د هېواد پوځ او امنیتي بنسټونه باید د اکمالاتو، روزنې او مالي سرچینو په برخه کې د خپل فعالیت لپاره کافي کورنی ظرفیت ولري.

•   اقتصادي وړتیا: د یو هېواد اقتصاد باید یوازې په بهرنیو مرستو پورې تړلی نه وي.

•   متوازن بهرنی سیاست: اړیکې باید له بېلابېلو هېوادونو سره د متقابلو ګټو پر بنسټ تنظیم شي.

د یو هېواد د خپلواکۍ ساتنه یوازې د بهرني متحد په موندلو نه بشپړېږي، بلکې د داسې سیاسي، اقتصادي او امنیتي بنسټونو جوړولو ته اړتیا لري چې د نړیوال سیاست د بدلونونو پر وړاندې د مقاومت وړتیا ولري.

د پایلې په توګه

د افغانستان، عراق، ویتنام او اوکراین تجربې ښيي چې د سترو قدرتونو ملاتړ تلپاتې تضمین نه دی. دولتونه له خپلو متحدانو سره د ملي ګټو، امنیتي اړتیاوو او ستراتیژیکو موخو له مخې اړیکې جوړوي او کله چې شرایط بدل شي، د ملاتړ په اړه یې پرېکړې هم بدلېدای شي.

د افغانستان په قضیه کې امریکا د شوروي ضد جګړې پرمهال راودانګل، بیا یې په ۲۰۰۱ کې هېواد مستقیم اشغال کړ، په خوښه یې یو نظام رامنځته کړ، خو په ۲۰۲۱ کال کې یې د ځواکونو له وتلو سره سم هغه نظام سقوط وکړ. د عراق او ویتنام تجربې هم ښيي چې پوځي مداخله او بهرنی ملاتړ په خپله د یو باثباته سیاسي نظام د جوړولو ضمانت نه شي کولای. اوکراین بیا د دې پوښتنې عملي بېلګه ده چې د یو ستر متحد د سیاست بدلون د جګړې پر مسیر او د یو هېواد پر امنیت څه اغېز کولای شي. د دې تجربو تر ټولو مهم درس دا دی چې یو هېواد باید له بهرني ملاتړ څخه د خپلو ملي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره ګټه واخلي، نه دا چې خپله سیاسي بقا او امنیت په بشپړه توګه د یو بهرني قدرت له ارادې سره وتړي.

اړوند خبرونه