ډېر لوستل شوي

حوثیان؛ د سیمه‌ییزې سیالۍ، ستراتیژیکو ګټو او نړیوالې سوداګرۍ په منځ کې

یمن کې اوسنۍ جګړه د یوه هېواد کورنۍ شخړه نه ده؛ دا د منځني ختیځ د سیاسي رقابتونو، د سیمه‌ییزو قدرتونو د سیالۍ او د نړیوالې سوداګرۍ د امنیت یوه مهمه برخه ده. د حوثیانو غورځنګ، چې رسمي نوم یې (انصارالله) دی، د یمن له کورني سیاسي او مذهبي چاپېریال څخه راټوکېدلی، خو د وخت په تېرېدو سره یې پوځي وړتیاوې او سیمه ییز نفوذ زیات او وروسته یې د منځني ختیځ په معادلو کې مهم ځای خپل کړ.

د حوثیانو د ظهور لپاره باید د یمن کورني وضعیت ته پام وشي. د دغه غورځنګ ریښې د یمن د زیدي شیعه ټولنې په سیاسي او مذهبي چاپېریال کې دي. د یمن په شمال کې د دولت له واکمنۍ، سیاسي محرومیت او د واک له وېش سره اړوند نارضایتۍ د دې غورځنګ د نفوذ لپاره زمینه برابره کړه.

د ۲۰۱۱ کال د عربو پسرلي له پاڅونونو وروسته، د یمن سیاسي جوړښت لا کمزوری شو. حوثیانو له پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح سره د مصلحت پر بنسټ اړیکه جوړه کړه او په ۲۰۱۴ کال کې یې پلازمېنه صنعاء ونیوله. په ۲۰۱۵ کال کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په جګړه کې ښکېل شو، ځکه ریاض د حوثیانو پرمختګ د خپل امنیت او د ایران د سیمه‌ییز نفوذ لپاره ګواښ باله.

له دې ځایه د یمن کورنۍ شخړه په پراخه سیمه‌ییزه سیالۍ بدله شوه. سره له دې چې د یمن داخلي سیاسي عوامل د جګړې د ښه درک لپاره بنسټیز اهمیت لري، خو بلخوا ایران او سعودي رقابتونو هم جګړه تر نن ورځې غځولې چې پوځي توازن او د سولې پر بهیر یې جوت اغېز کړی دی.

ایران او حوثیان؛ تړلی که خپلواک ځواک؟

ایران د حوثیانو له مهمو سیمه‌ییزو ملاتړو څخه ګڼل کېږي. د وسلو، تخنیکي پوهې او روزنې په اړه د ایران د ملاتړ ادعاوې په نړیوالو راپورونو کې په ځلونو ځلونو مطرح شوې دي، خو تهران په ځینو دغو تورونو کې خپل لاس لرل رد کړي. د حوثیانو د پوځي وړتیاوو پراختیا د ایران لپاره دا امکان برابروي چې د سیمې پر امنیتي معادلو اغېز ولري، له دې پرته چې په هره شخړه کې د خپل پوځ مستقیم ګډون ته اړتیا ولري.

خو دا به هم له عدالته لرې وي چې حوثیان یوازې د ایران د سیاسي ځواک په توګه وپېژندل شي او یا د دوی تر کنټرول لاندې محصور شي. دغه غورځنګ خپلې کورنۍ ریښې، سیاسي موخې او سیمه‌يیز ملاتړ هم لري. د ایران ملاتړ د دوی پوځي او سیمه‌ییزه وړتیا پیاوړې کولای شي، خو دا په دې مانا نه ده چې د دوی ټولې پرېکړې د تهران له خوا کېږي. دا توپیر مهم دی؛ ځکه که حوثیان یوازې د ایران د نیابتي ځواک په توګه تعبیر شي، د یمن کورني عوامل، د دوی خپل سیاسي محاسبات او د سولې د احتمالي هوکړې پیچلتیا له پامه غورځول کېږي.

د حوثیانو د نفوذ ستراتیژیک اهمیت د یمن په جغرافیه کې هم نغښتی دی. د سره سمندر جنوبي دروازه، د باب‌المندب تنګی، د نړیوالې سمندري سوداګرۍ له مهمو لارو څخه دی. دا مسیر د سره سمندر له لارې د سویس کانال او بیا د مدیترانې سمندر ته د تګ راتګ لپاره حیاتي ارزښت لري.

کله چې په دې سیمه کې پر سوداګریزو بېړیو بریدونه کېږي یا د سمندري امنیت په اړه اندېښنې زیاتېږي، د باروړونکو شرکتونو لګښتونه لوړېدای شي، د بیمې بیې زیاتېږي او ځینې بېړۍ اړ کېږي چې د افریقا د سوېلي برخې له اوږدې لارې تېرې شي. دا بدلون د سفر وخت او د ټرانسپورټ لګښتونه دوه چنده کوي او د نړیوالو اکمالاتي ځنځیرونو پر بهیر اغېز کولای شي. 

له همدې امله، د حوثیانو د سمندري بریدونو اهمیت یوازې په مستقیم پوځي زیان کې نه دی؛ بلکې د نړیوال اقتصاد پر باور، د سوداګرۍ پر لګښتونو او د انرژۍ پر بازارونو هم اغېز لرلای شي. دلته باید یو تفکیک ته قایله واوسو چې په نړیوال بازار کې د نفتو ګرانېدو وجه باید یوازې حوثیان ونه بلل شي، دا ځکه چې د نفتو تړاو اکثره له نړیوالې عرضې تقاضې، نورو جګړو او د لویو تولیدوونکو له پرېکړو سره دی.

حوثیان خپل ځان د اسرائیل او امریکا پر وړاندې مقامت‌کوونکي ښیي او د دوی پر وړاندې د جګړې کولو خپل دلایل لري. دغه دریځ د دوی د سیاسي هویت او د سیمه‌ییز ملاتړ د جلبولو لپاره اهمیت لري. دوی اسرائیل تېري‌کوونکي بولي او وخت ناوخته خپل بریدونه د غزې د خلکو د ملاتړ او غچ اخیستنې په نوم کوي. دوی اکثره وخت یوازې پر اسرائیلي او امریکایي اکمالاتو او بېړیو بریدونه نه کوي؛ بلکې دوی ټول هغه اکمالات په نښه کوي چې ګټه یا ملاتړ یې امریکا یا اسرائیلو ته رسیږي.

امریکا او برېتانیا د سمندري لارو د ساتنې او د حوثیانو د بریدونو د مخنیوي په موخه پوځي عملیات کوي. د دغو اقداماتو اعلان شوې موخه د سوداګریزو بېړیو ساتنه او د حوثیانو د توغندیزو او ډروني وړتیاوو کمزوري کول دي خو پوځي بریدونه په خپله د اوږدمهاله امنیت ضمانت نه شي کېدای. که د حوثیانو د بریدونو تخنیکي ظرفیتونه زیانمن هم شي، د جګړې سیاسي او کورنۍ ریښې لا پاتې کېدای شي. همدارنګه، پوځي فشار ښايي د لنډ مهال لپاره د بریدونو کچه راټیټه کړي، خو د غچ اخیستنې، د جګړې د پراخېدو او د نورو سیمه‌ییزو لوبغاړو د ښکېلتیا خطر هم رامنځته کولای شي.

له همدې امله، د سمندري امنیت د ټینګښت لپاره یوازې پوځي اقدام لازم نه دی او حتی زیانموونکی دی. ددې ستونزې لپاره باید تعارض کوونکي قدرتونه له خپلو خپلسریو لاس واخلي او همدارنګه دې د یمن ستونزې ته سیاسي حل وموندل شي.

د سعودي عربستان ستونزمن غواروی

سعودي عربستان له یوې خوا غواړي د حوثیانو پوځي وړتیاوې محدودې کړي او د خپل هېواد خوندیتوب وکړي؛ له بلې خوا، د اوږدې جګړې مالي، امنیتي او سیاسي لګښتونه هم ورته درانه تمامېدای شي. د جګړې د پای ته رسولو لپاره له حوثیانو سره خبرې اترې د ریاض لپاره د یوه غوره انتخاب په توګه مطرح کېږي.

سعودي عربستان لپاره هم په کار ده چې خپلو تګلارو او بهرني سیاست ته بیا کتنه وکړي، د یمن له جګړې څخه د وتلو لاره ومومي او په ورته وخت کې له ایران سره مفاهمه روانه وساتي.

د سولې د راوستو په پار قوي ضمانتو او له زړه له تله اراده په کار ده. د بېلګې په توکه که د یمن ستونزه حلېږي، نو د خلکو اقتصادي وضع او د بشري اړتیاوو له پامه اچول کولی شي د جګړې اور بیا تازه کړي.

د حوثیانو موضوع د منځني ختیځ د سیاست یوه داسې بېلګه ده چې پکې کورنۍ شخړه، سیمه‌ییز رقابت او نړیوالې اقتصادي ګټې له یو بل سره تړلې دي. جغرافیایي موقعیت، کورنی سیاسي حضور، سیمه‌ییز ملاتړ او د نړیوالې سوداګرۍ پر لارو د فشار امکان هم د دوی په ستراتیژیک اهمیت کې ونډه لري. خو د حوثیانو د مقاومت پراختیا او پرلپسې نښتې دوی ته هم درنده تمامېږي. پر سوداګریزو بېړیو بریدونه نړیوال فشار زیاتوي، د سیمې امنیت له خطر سره مخ کوي او د یمن د خلکو پر اقتصادي او بشري وضعیت ناوړه اغېزې لرلای شي.

د یمن د شخړې د حل لپاره نه یوازې د سمندري لارو امنیت ته اړتیا ده، بلکې د یمن د کورني سیاسي بحران حل، د سیمه‌ییزو قدرتونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمول او د خبرو اترو دوام هم مهم دي. په پای کې، باید ووایو چې که د جګړې لوري او قدرتونه هر څومره او هر څنګه محاسبې لري، باید د یمن بېوزله خلک یې په منځ کې قرباني نه شي.

اړوند خبرونه