د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی چې د پکتیکا ولایت په «ګومل» ولسوالۍ کې د لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مسوولینو په حواله ویل شوي چې دا لرګي په دوو تراکتورونو کې بار وو او له نعمتآباد ولسوالۍ څخه یې د خیرکوټ ولسوالۍ ته د قاچاق هڅه کېده.
د خبرپاڼې له مخې چې د یادې پېښې په تړاو نیول شوي وسایط او لرګي د قانوني اجراآتو او نورو څېړنو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.
په ورته مهال د پکتیکا د کرنې ریاست مسوولینو ټینګار کړی چې د ځنګلونو د غیرقانوني پرېکولو او د لرګیو د قاچاق مخنیوي لپاره به خپلې څارنې او عملي اقدامات لا پیاوړي کړي. بلخوا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتي چې د طبیعي سرچینو، په ځانګړي ډول د ځنګلونو په ساتنه کې له دولتي ادارو سره همکاري وکړي.

