د کورنيو چارو وزارت د ښيلاسي موټرو مالکانو ته خبر ورکړی چې له کابل پرته د هېواد په نورو ۳۳ ولایتونو کې د دغو موټرو د ثبت او سټېکر وېش لړۍ پیلېږي.
د ياد وزارت د خبرتیا له مخې، د ښيلاسي موټرو د ثبت او سټېکر وېش لړۍ به نن پیل شي او د موټرو مالکین مکلف دي چې د خبرتیا له خپرېدو څخه د یوې اوونۍ په موده کې خپل موټرونه هغه ولایت ته ولېږدوي چې غواړي هلته یې ثبت او سټېکر ترلاسه کړي.
په خبرتیا کې ټینګار شوی چې له ټاکلې مودې وروسته به د سټېکر لرونکو او بېسټېکره ښيلاسي موټرو لېږد له یوه ولایت څخه بل ولایت ته منع وي او سرغړونکي به ونیول شي او د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې لوی ریاست له لوري به محکمې ته معرفي شي.

