ډېر لوستل شوي

افغانستان کې د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام بیا پیل شو

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رييس مولوي مطیع‌الحق خالص وایي، د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام بیا پیل د چاپېریالي ستونزو د هواري او د طبیعي سرچینو د ساتنې په برخه کې یو مهم ګام دی.

ښاغلي خالص د دې پروګرام د بیا پیل په غونډه کې ویلي چې د دې پروګرام موخه د چاپېریالي ستونزو د حل لپاره د سیمه‌ییزو نوښتونو ملاتړ او د چاپېریال ساتنې په چارو کې د خلکو د ونډې زیاتول دي.

د مولوي مطيع‌الحق خالص په وینا، د چاپېریال ساتنه یوازې د دولتي ادارو دنده نه ده، بلکې د ټولنې د ټولو قشرونو ګډ مسوولیت دی او د نادولتي مؤسسو ګډون کولای شي د ځنګلونو او څړځایونو په بېرته زرغونولو، د اوبو او خاورې په سم مدیریت او د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو په کمولو کې اغېزناک رول ولوبوي.

ښاغلي خالص ټینګار کړی چې په دغه پروګرام کې باید هغو پروژو ته لومړیتوب ورکړل شي چې د طبیعي سرچینو د ساتنې، د چاپېریالي ستونزو د هواري او د سیمه‌ییزو خلکو د ژوند د ښه‌والي لپاره ګټورې وي. همداراز، د پروژو په ټاکلو او پلي کولو کې یې پر روڼتیا، عادلانه معیارونو او مسلکي کیفیت ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه