ډېر لوستل شوي

ټرافیکي پېښې؛ لاملونه، زیانونه او حللارې یې څه دي؟

له کومې ورځې چې د سولې زرین ټغر په هېواد کې غوړېدلی، هېواد د باروتو له بوی او د مرمیو له ځوږه خوندي شوی، خو له بده بخته چې اوس د افغانانو په مېنو کې بله بدمرغه وبا ګډه شوې او دې خپسې له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانانو مرۍ زندۍ کړې ده. دا ټرافیکي پېښې دي چې بدبختانه هره اونۍ ترې ناوړه ارقام اورو او ډېری قربانیان یې ماشومان او ځوانه طبقه ده. له بده مرغه چې درې ورځې وړاندې د هېواد په ختیځ لغمان ولایت کې د کډوالو د یوې لارۍ موټر د چپه‌کېدو پېښه کې له ۵۰ ډېرو تورسرو، کوچنیانو او سړو ته مرګ‌ژوبله واوښته. دې پېښې د افغانستان ګڼ ولسونه خواشیني او د سعودي عربستان او قطر په ګډون ځینو هېوادونو له قربانیانو سره بشري خواخوږي هم ښکاره کړه. همداراز د اختر په لومړیو شپو ورځو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې لسګونه ټرافیکي پېښې رامنځته شوې چې لامل یې په لوی لاس چټکه موټرځغلونه، بې‌پروایي او بې غوري ده. د لغمان په سرخکانو کې د پېښې شوې حادثې قربانیان ښځې او ماشومان وو چې ټپیانو ته ولایتي ادارې پر وخت رسېدنه کړې او حوزوي روغتون ته یې رسولي دي. همداراز ددې پېښې هغه ټپیان چې ټپونه یې ژور وو، د غوره درملنې په موخه کابل ته را انتقال شوي دي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې هر کال پکې ټرافیکي پېښو کې ګڼ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي، یا د لنډمهال لپاره ژوبلېږي او یا تلپاتې معلولیت یې په برخه کېږي.

په افغانستان کې ټرافیکي پېښې ډېری وخت په مناسبتي یا د ښادیو په مراسمو او ورځو کې رامنځته کیږي او یا هم لویې خونړۍ پېښې د لویو مسافروړونکو موټر د ټکرونو په پایله کې رامنځته کېږي. که څه هم په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو لاملونه ګڼ بلل کېږي، خو د اختر په شپو ورځو له قیاسه په اسانه ویلی شو چې په هېواد کې د ټرافیکي پېښو ستر او نه‌هېرېدونکی لامل خپلسرې موټرچلونه او بې‌غوري ده. د اختر په شپو ورځو کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې رامنځته شوي دي چې په ځینو ولایتونو کې آن تر ۳۰ ډېرې پېښې ثبت شوي دي. خپلسرې موټرچلوونه، د موټرونو ځغلونه، کوچنیان او نویو زلمیو موټرچلوونه، بې‌غوري او نور هغه لاملونه دي چې په هېواد کې ټرافیکي پېښې رامنځته او د مرګ‌ژوبلې ګراف یې لوړ کړی دی.

ددې ستونزې اساسي حللاره دا ده چې په ټرافیکي قوانینو کې دې جدت رامنځته شي او هر چا ته دې د موټر چلوونې اجازه نه ورکول کېږي. د ټرافیکو په برخه کې که څومره نرمي کېږي، هومره ډېر به د نورو جنازو شاهدان واوسو. په ځانګړي ډول باید د کورنیو چارو وزارت په دې برخه کې ځانګړي ګامونه واخلي او د موټرچلوونې شرایط دې سخت، ټرافیکي نښې دې زیاتې او همدارنګه دې په لویو لارو، ښارونو او ولسوالیو کې څار زیات شي. بدبختانه زموږ په هېواد کې لا هم موټرچلوونه په پوره بې‌پروایۍ سره ترسره کېږي او د یوه جدي مسلک په توګه ورته نه ګوري. ښایي لوستونکي شاهدان واوسي چې په کلیو کې کم‌عمره ماشومان هم د موټرو جلب ته ناست وي او په پوره بې‌مسوولیتۍ او بې‌پروایۍ سره موټر چلوي؛ خو د موټرچلووني اصول دا ښیي چې د موټرچلوونکي عمر باید ل ۱۶ کلونو ښکته نه وي. همداراز باید د موټروانانو روغتیا سالمه او د باور وړ وي. موټرچلوونکو ته نه ښایي چې په عصبي فشار، نشه او ډېر خپګان کې موټرچلوونه وکړي. له بلې خوا، وخت ناوخته د حکومتي وسایطو د چپه‌‌کولو، ټکر او ورته پېښو شاهدان یو چې عمده سبب یې په خپلسر د نامسلکي نظامي کسانو له خوا موټرچلوونه ده. بلخوا د ټرافیکو ریاست ویلي چې نظامي کسان په خپلسر موټر نه شي چلولی او دوی ته یې په خپلو پوځي دستګاوو کې د ټرافیکي قوانینو د ښوونې تدریس لړۍ پیل کړي. ددغه ریاست مسوولین وایي چې مجاهدینو ته یې اختصاصي کورسونه دایر کړي او بېلابېلو پوځي قطعاتو ته یې د ټرافیکي قوانینو د ښودنې په پار استادان ورلېږلي دي او له مسوولینو یې غوښتنه کړې چې هغو مجاهدینو ته پوځي وسایط ونه سپاري چې پر قوانینو نه پوهېږي.

د لویو لارو خرابوالی او د کافي زېربناوو نشتون هم وخت ناوخت د ټرافیکي پېښو د رامنځته کېدو لامل کېږي، خو دغه لاملونه په ثانوي لاملونو کې راځي او دا ځکه چې موږ او تاسو زیاتره وخت د ګڼو هغو پېښو شاهدان پاتې شوي یو، چې د بې‌غوري او د لوړسرعت موټرچلوونې له امله رامنځته شوي وي. د زړو او یو کیلي موټرونو شتون د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي بل لامل دی. له کاره د وتو وسایطو د چلونې یو بل لوی زیان د محیط او اقلیم خرابونه هم ده. د عامه پوهاوي نشتوالی یو بل هغه لامل دی چې باید حکومت ورته پاملرنه وکړي.

په لنډ ډول ویلی شو چې د ټرافیکي پېښو موضوع باید په حکومتي او ولسي کچه په جدي ډول په پام کې ونیول شي او په دې برخه کې هر ډول ناغېړي باید د قبول وړ نه وي.

#امیدراډيو

اړوند خبرونه