ډېر لوستل شوي

سیمه د یوې نوې جګړې په درشل کې؛ ښکېل لوري څنګه خپلې موخې تعقیبوي؟

د یمن جګړه یو ځل بیا ژبغړانده شوې او داسې ښکاري چې دا بحران به یوازې ددې هېواد تر پولو محدود نه وي، بلکې لمنه به یې شاوخوا خپره شي. بل خوا حوثي ځواکونه د سعودي عربستان پر پوځي او انرژۍ تاسیساتو بریدونه کوي، سعودي عربستان په یمن کې هوايي بریدونه زیات کړي او حوثیان د سره سمندرګي په ساحل کې د ستراتیژیکو سیمو د نیولو په لور د چټک پرمختګ په حال کې دي. جګړې کې د سعودي ښکېلتیا د اسلام اباد او ریاض او اسلام اباد ـ ریاض ـ انقرې پر مکې تړون هم پوښتنې راولاړې کړې دي.

په همدې لړ کې، د سپټمبر په ۱۶مه د چهارشنبې په ورځ سعودي عربستان اعلان وکړ چې د مکې جنوب ته یې له حوثیانو سره تړاولرونکې یوه بې‌پیلوټه الوتکه مخکې له دې رانسکوره کړې چې د مکې حریم ته ننوځي. د سعودي په وینا، دا له ۲۰۱۷ کال وروسته مکې ته د حوثیانو د احتمالي برید څپې دویم ځل و؛ خو دوی په ټینګار وایي چې د مکې معظمې په ګډون ورته مقدس ځایونه سره کرښه ده.

ددې پېښو ابعاد او محورونه سره لرې نه، بلکې خوا په خوا دي او یادې شخړې له یوه ځایه سرچینه اخلي. اوس پوښتنه دا ده چې دغه شخړې خپلسرې دي او که نه منځنی ختیځ د یوې بلې پراخې جګړې پر لور درومي؟

ولې د ۲۰۲۲ کال اوربند ماتېږي؟

د یمن جګړه په ۲۰۱۴ کال کې هغه مهال لا پسې پېچلې او پراخه شوه چې حوثیانو صنعا ونیوله او خپلې ریښې یې هلته وغځولې. په ۲۰۱۵ کال کې سعودي عربستان د حوثیانو پر ضد د ائتلاف په مشرۍ پوځي مداخله وکړه. دې جګړې یمن په څو متضادو جغرافیایي او سیاسي برخو ووېشه.

د دې جګړې د درولو په پار د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب په ۲۰۲۲ ز کال کې یو مهم اوربند رامنځته شو. که څه هم دا یو بشپړ او جګړه‌تمامی اوربند نه و، خو د سعودیانو او حوثیانو ترمنځ یې مخامخ جګړه راکمه کړه. دغه رسمي اوربند د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې پای ته ورسېد، خو له هغه وروسته د سعودي او حوثیانو ترمنځ د پراخې مستقیمې جګړې کچه د یوې مودې لپاره ټیټه پاتې شوه او د سولې هڅې روانې وې. اوس د ۲۰۲۶ کال له منځنیو میاشتو وروسته وضعیت بیا ترینګلی شوی او د حوثیانو او سعودي عرب ترمنځ د مخامخ جګړې شونتیا ډېره شوې ده.

حوثیان ولې د سعودي پر وړاندې بیا پارېدلي؟

د حوثیانو جوړښت داسې ایښودل شوی چې دوی یوازې د یمن په دننه جګړه نه کوي، بلکې دوی غواړي چې د سعودي عربستان، سره سمندرګي او د نړیوالې سمندري سوداګرۍ پر وړاندې د فشار وسیله وګرځي.

په وروستیو اوونیو کې حوثیانو پر سعودي پوځي مرکزونو، ښارونو او د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه کړي دي. په مقابل کې سعودي عربستان په یمن کې د حوثیانو پر اهدافو هوايي بریدونه کړي دي.

حوثیانو د یمن د سره سمندرګي په ساحل کې مهم بندري ښار موخا نیولی او د حنش ټاپوګانو پر لور یې هم پرمختګ کړی دی. ددې پرمختګ له امله هغوی د ستراتیژیک باب‌المندب تنګي ته لا نږدې شوي دي.

د دې معنا دا ده چې هغوی یوازې د یمن دننه د ځمکنۍ پراختیا هڅه نه کوي؛ بلکې د نړۍ د یوه له مهمو سمندري دهلېزونو سره نږدې پوځي موقعیت ترلاسه کوي.

باب‌المندب؛ نړۍ اندېښمنه کړې

باب‌المندب د سره سمندرګي او عدن خلیج ترمنځ ستراتیژیکه دروازه ده. د اروپا، آسیا او منځني ختیځ ترمنځ د سمندري سوداګرۍ یوه مهمه برخه له همدې مسیر څخه تېرېږي. که حوثیان د دې سیمې پر لویه برخه دوامدار پوځي کنټرول ترلاسه کړي، نو هغوی کولای شي د کښتیو پر تګ راتګ فشار زیات کړي او د سعودي عربستان د تېلو د صادراتو مسیرونه هم اغېزمن کړي.

نړۍ ځکه دې پېښې ورخطا کړې چې هرمز تنګی هم لا نه دی نورمال شوی؛ نو هممهاله هرمز او باب‌المندب مسیرونه د نړۍ د انرژۍ بازار ته یو خطرناک زنګ دی.

په همدې ورځو کې د هرمز له تنګي د بېړیو تګ راتګ په بې‌سارې توګه راکم شوی او د سپټمبر په ۱۵مه یوازې څلور بېړۍ له دغه تنګي تېرې شوې دي، په داسې حال کې چې د لسو ورځو منځنی کچه یې ۱۸ بېړۍ و. هرمز د نړۍ د تېلو او مایع طبیعي ګاز د لېږد له مهمو مسیرونو څخه دی. یعنې په لنډ ډول ویلی شو چې د یمن جګړه یوازې ددې هېواد تر پولو محدوده نه ده، بلکې د انرژۍ او نړیوالې سوداګرۍ د فشار او ګډوډۍ یوه نکته هم ده.

مکې ته نږدې د ډرون پېښه؛ د جګړې نوی حساس محور

د مکې جنوب ته د حوثیانو د یوه ډرون د رانسکورېدو ادعا د جګړې یوه بله حساسه دریڅه پرانیستې ده. سعودي ائتلاف وايي چې ډرون یې له دې وړاندې شنډ کړ چې د مکې هوايي حریم ته داخل شي او د حرمین شریفین امنیت د دوی لپاره سره کرښه ده.

د دې پېښې اهمیت یوازې پوځي نه دی. مکه او مدینه منوره د مسلمانانو تر ټولو مقدس ښارونه دي او هر ډول برید یا احتمالي برید پرې کولای شي په اسلامي نړۍ کې پراخ غبرګونونه راوپاروي. د پاکستان د علماوو شورا مشر محمد طاهر محمود اشرفي هم د مکې او مدینې د هدف ګرځولو هر ډول اقدام خطرناک بللی او حوثیانو ته یې خبرداری ورکړی چې (له اور سره لوبې ونه کړي). دا دریځ په داسې وخت کې مطرح شوی چې د سعودي ائتلاف د مکې جنوب ته د حوثي ډرون د رانسکورولو خبر ورکړی دی.

نو د یمن جګړه اوس یوازې د سعودي او حوثیانو ترمنځ پوځي شخړه نه ده؛ د مکې موضوع کولای شي دې جګړې ته یو پراخ دیني او سیاسي پوښښ هم ورکړي.

د مکې تړون به د کاغذ پر مخ پاتې شي؟

د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۷مه په مکه کې سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د «مکې د ګډ دفاع تړون» لاسلیک کړ.

د تړون له مخې، پر یوه غړي وسله‌وال برید د ټولو پر وړاندې برید ګڼل کېږي او درې هېوادونه غواړي خپله دفاعي همکاري او ګډه دفاع پیاوړې کړې. درې واړو هېوادونو د دې تړون په لومړۍ ورځ ویلي و چې دفاعي تړون د کوم هېواد پر ضد نه دی جوړ شوی.

اوس پوښتنه دا ده چې ددې تړون له لاسلیک وروسته چې حوثیانو پر سعودي بریدونه پیل کړي، ایا ترکیه او پاکستان د سعودي تر څنګ درېږي او د حوثیانو پر ضد ورسره دفاعي ملاتړ کوي؟

تر دې دمه د پاکستان دریځ دا دی چې د مکې تړون له مخې د حوثیانو د بریدونو په غبرګون کې د کومې فوري پوځي مداخلې په اړه خبرې نه دي شوې. اسلام‌اباد ویلي چې له سعودي سره د تړون ژمنو ته ولاړ دی، خو د حوثیانو پر وړاندې د مستقیم پوځي اقدام پرېکړه نه ده شوې. همدارنګه ددې احتمال شونتیا خو بیخي لرې ده چې ترکیه او پاکستان به خپل ځواکونه یمن ته د حوثیانو پر ضد جګړې لپاره واستوي.

د ایران ـ امریکا شخړه؛ بل لوی محور

د یمن او سعودي جګړه په داسې وخت کې بیا راژوندۍ شوې چې د امریکا او ایران ترمنځ شخړه هم لا پای ته نه ده رسېدلې. د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي وېنس وايي چې د امریکا او ایران روانه شخړه به په راتلونکو شاوخوا دوو میاشتو کې یو نه‌منونکي پړاو ته ننوځي. نوموړي ویلي چې تمه لري د امریکا د منځ‌مهالو ټاکنو تر ترسره کېدو پورې به د هرمز تنګي پر کنټرول د ایران نفوذ لا کم شي. د وېنس څرګندونې د یمن له وضعیت سره ځکه مهمې دي چې هرمز او باب‌المندب دواړه د انرژۍ او نړیوالې سوداګرۍ ستراتیژیک مسیرونه دي.

درې مهمې احتمالي سناریوګانې

لومړی: محدود خو اوږدمهاله جګړه

دا یوه ممکنه سناریو ده. یعنې حوثیان به پر سعودي او سمندري مسیرونو بریدونه کوي، سعودي به هوايي بریدونه کوي، خو دواړه لوري به هڅه کوي چې مستقیمه جګړه تر یوې ټاکلې کچې لوړه نه کړي. په دې حالت کې به یمن یو ځل بیا د جګړې او سولې ترمنځ پاتې شي.

دویم: د جګړې سیمه‌ییز کېدل

که حوثیان د سعودي د انرژۍ پر مهمو تاسیساتو بریدونه زیات کړي، یا د سعودي د ښارونو پر وړاندې د بریدونو کچه لوړه شي، ریاض ښايي د مکې تړون د عملي کېدو غوښتنه وکړي.

په هغه صورت کې پاکستان او ترکیه ممکن په دفاعي برخه کې خپل ملاتړ زیات کړي. دا به جګړه له یمن څخه بهر پراخه کړي، خو لا هم دا نه شي ویل کېدای چې حتمي ډول به د بشپړې سیمه‌ییزې جګړې سبب شي.

درېیم: پراخه سیمه‌ییزه جګړه

تر ټولو خطرناک حالت هغه دی چې سعودي عربستان په پراخه کچه د حوثیانو پر ضد ځمکني او هوايي عملیات پیل کړي، ایران به مستقیم یا نیمه‌مستقیم پوځي غبرګون وکړي، امریکا د سعودي دفاع ته راودانګي، حوثیان په باب‌المندب کې نړیوالې کښتۍ په نښه کړي او په عین وخت کې د امریکا ـ ایران شخړه هم د هرمز په سیمه کې لا پراخه شي.

پایله

د یمن اوسنی بحران د ۲۰۱۵ کال د جګړې ساده تکرار نه دی. هغه مهال اصلي محور د حوثیانو پر وړاندې د سعودي پوځي ائتلاف و؛ اوس د جګړې تر شا د ایران ـ امریکا پراخ کړکېچ، د هرمز بحران، د سره سمندرګي امنیت، د سعودي د انرژۍ صادرات، د باب‌المندب ستراتیژیک اهمیت، د مکې امنیت او د نوې سیمه‌ییزې دفاعي غورځنګ جوړېدل هم شامل دي.

له همدې امله د یمن جګړه ښايي د راتلونکې سیمه‌ییزې جګړې مرکز نه وي، خو د هغې تر ټولو مهم محرک او د پراخېدو یوه دریڅه کېدای شي. په ځانګړي ډول د مکې جنوب ته د حوثي ډرون د رانسکورېدو تازه پېښه، د سعودي او حوثیانو د مستقیمو بریدونو زیاتېدل، د باب‌المندب په لور د حوثیانو پرمختګ او په هرمز کې د بېړیو د تګ راتګ کمېدل ښيي چې د سیمې بېلابېل بحرانونه اوس تر پخوا ډېر سره نږدې شوي دي.

اړوند خبرونه