ډېر لوستل شوي

د پاکستان ناکام منځګړیتوب؛ امریکا او ایران بیا جګړې ته ستانه شول، خو اسلام‌اباد لا هم د خپل «ماموریت» اجوره غواړي!

اسلام‌اباد، چې له یوې خوا له اوږدمهالو اقتصادي ستونزو، امنیتي اړودوړ، د بهرنیو اسعارو له کمښت، د پورونو له درانه بار او د تادیاتو د بیلانس له تکراري بحران سره مخ دی، له بلې خوا هڅه کوي د امریکا او ایران ترمنځ په روانو کړکېچونو او ډیپلوماټیکو هڅو کې خپل رول په اقتصادي ملاتړ واړوي.

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب ویلي چې اسلام‌اباد له امریکا څخه د ۱۰ میلیارد ډالرو د اسعارو د تبادلې د اسانتیا یا Swap Line غوښتنه کړې ده. د نوموړي په قول، ددغو پیسو غوښتنه یوازې پور اخیستنه نه ده، بلکې پر بهرنیو اسعارو د فشار کمېدنه، د پانګوالو بیاجذبونه او په ټوله کې د پاکستان مالي ملاتړ او ټیکاو دی.

د پاکستان د ۱۰ میلیارد ډالرو غوښتنه باید یوازې د یوه عادي مالي پور په توګه ونه کتل شي. د اسعارو د تبادلې اسانتیا یا سوپ لاین له عادي پور سره توپیر لري. دا ډول مالي میکانیزمونه عموماً د دې لپاره کارول کېږي چې یو هېواد د بهرنیو اسعارو د لنډمهاله فشارونو پر وړاندې یوه بله څنګزنه دفاعي کرښه ایجاد کړي. دا خو له هېچا پټه نه ده، چې پاکستان له کلونو کلونو راهیسې د بهرنیو اسعارو د زېرمو له کمبوتۍ، د وارداتو د تمویل او د چوپړ – تادیاتو د بیلانس له ستونزو سره مخ دی. له همدې امله اسلام‌اباد هڅه کوي داسې یو اضافي مالي ملاتړ ومومي چې د بحران په صورت کې ورسره د ډالرو د فشار په کمولو کې مرسته وکړي.

دا منل شوی حقیقت دی چې د نړیوالو مالي بازارونو لپاره کله ناکله د پیسو تر کچې د هغې سرچینه او تمویل مهم وي. فرض کړئ که پاکستان د امریکا د مالي سیسټم د ملاتړ یو اضافي امتیاز ولري، نو دا به پانګوال ډاډه کړي چې مالي ملاتړ او ټیکاو لا شته.

له همدې امله پاکستان یوازې د ۱۰ میلیارد ډالرو په لټه کې نه دی؛ دوی د نړیوالو بازارونو لپاره د اعتماد او اعتبار د جوړولو هڅه هم کوي.

ولې دا توقع او غوښتنه له امریکا؟

پاکستان له چین، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او نړیوال وجهي صندوق سره ښې مالي اړیکې لري. نو ولې اسلام‌اباد په ځانګړې توګه د امریکا ملاتړ غواړي؟ د دې پوښتنې ځواب تر ډېره په نړیوال مالي نظام او ډالر کې نغښتی دی. امریکا لا هم د نړیوال مالي نظام تر ټولو مهمه هسته ده او د واشنګټن ملاتړ د نړیوالو پانګوالو لپاره ځانګړی سیاسي اعتماد لري. پاکستان غواړي نړیوالو بازارونو ته دا پیغام ورسوي چې هېواد یې یوازې د چین، سعودي عربستان یا نړیوال وجهي صندوق په مالي مرستو متکي نه دی، بلکې واشنګټن هم د پاکستان د مالي ټیکاو په ساتلو کې د ونډې اخیستو لپاره چمتو دی.

اسلام‌اباد په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او خبرو فرصت برابرولو لپاره خپل رول ولوبوي. پاکستان د دواړو لورو ترمنځ د پیغامونو د انتقال او د خبرو د اسانتیا لپاره خپل ډیپلوماټیک ظرفیت وړاندې کړی او په اسلام‌اباد کې یې د دواړو لورو د خبرو کوربه‌توب هم کړی دی. د اسلام اباد لپاره دې کړنې یوازې یو ډیپلوماټیک بری ورنه کړ؛ بلکې نړۍ کې یې د پاکستان د بیاځلې حیثیت د ژوندي کولو رول هم ولوباوه.

پاکستان غواړي وښيي چې د جنوبي اسیا، افغانستان، ایران، خلیج او د عربي بحیرې ترمنځ د خپل جغرافیایي موقعیت په مټ کولی شي چې د سیمې په لویو کشالو کې مهم رول ادا کړي. یا پاکستان غواړي دا وښیي چې لوی قدرتونه ورته لا هم اړتیا لري.

د پاکستان او امریکا اړیکې له لومړي سره نږدې او د یو بل په نفعه وې. اسلام اباد له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي چې خپل جیوپولټیک موقعیت د امریکا د هر ډول استفادې لپاره نذرانه کړي او په بدل کې یې له امریکا اقتصادي ملاتړ خپل کړي. په ۲۰۰۱ کال کې هغه وخت چې امریکا او متحدانو یې پر افغانستان یرغل وکړ، پاکستان امریکا ته هر څه په خپل واک کې ورکړل. پاکستان سلګونه بې ګناه افغانان امریکایانو ته په لاس ورکړل، خپلې هوایي اډې یې امریکا ته په واک کې ورکړې او خپلې ټرانسپورټي لارې یې د امریکا لوژستیک ملاتړ ته چمتو کړې. اسلام اباد ته نه یوازې افغانستان کې د امریکایانو شتون د سرو زرو د مرغه حیثیت لاره، بلکې له دې وړاندې یې افغانستان کې د شوروي ځواکونو د ماتې په پار هم له خلیج هېوادونو او امریکا سره خوږې اړیکې لرلې. اسلام اباد له همدې لارې په لسګونو میلیاردو ډالر ترلاسه کړل.

د پاڼ پر ژۍ پروت پاکستان ته ګاونډیتوب، اسلامي ارزښتونه او انساني کرامات مهم نه دي؛ بلکې له هرې روا ناروا لارې غواړي یوازې خپله بقا اوږده کړي. په همدې اساس پاکستان غواړي د امریکا او ایران ترمنځ د خپل منځګړیتوب له رول څخه اقتصادي ګټه ترلاسه کړي. حتی ویلی شو چې د منځګړیتوب فیس ترلاسه کړي. که څه هم دا باید وویل شي چې تراوسه په رسمي ډول نه دي ویل شوي او نه موافقه شوې چې امریکا دې پاکستان ته ډاډ ورکړی وي چې د منځګړیتوب په صورت کې به ورته لس میلیارده ډالره ورکوي، خو همدا غوښتنه د پاکستان د سیاست په تړاو دا پوښتنه پیدا کوي چې پاکستان له هر څه د ځان لپاره ګټه پورته کوي او حتی هڅه کوي چې خپل ډیپلوماټیک رول په اقتصادي امتیاز بدل کړي.

که پاکستان نن هم ۱۰ میلیارد ډالر ترلاسه هم کړي، دا به یې اقتصادي ستونزې هوارې نه کړي؛ ځکه د پاکستان ستونزه د ډالرو په کمښت کې نه، بلکې په اقتصادي رغښت کې ده. د مالیاتي عوایدو کمزوري، د انرژۍ سکتور ستونزې، د دولتي شرکتونو زیانونه، د صادراتو محدود ظرفیت، د بهرنیو پورونو دروند بار او د تادیاتو د بیلانس مکرر بحرانونه هغه عوامل دي چې پاکستان یې بیا بیا د نړیوالو مالي مرستو پر لور اړ کړی دی.

#امیدراډيو

اړوند خبرونه