د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیه کمېټې د سرطان ناروغانو لپاره د یوه ‘خیریه تخصصي روغتون’ د جوړولو طرحه تصویب کړه.
د دې خونې د معلوماتو له مخې، دغه روغتون به په لومړي پړاو کې د ۱۰۰ ناروغانو د بسترېدو ظرفیت ولري او موخه یې د سرطان ناروغانو، په ځانګړي ډول بېوزلو او اړمنو کسانو، تشخیص او درملنه ده.
د خونې اجرائیه کمېټې طرحه د اکثریت مطلقو رایو په تصویب کړې او پرېکړه یې کړې چې د روغتون د ځمکې، ډیزاین، طبي تجهیزاتو، لګښتونو، مالي سرچینو او د مدیریت د څرنګوالي د ارزونې لپاره یوه مسلکي کمېټه هم جوړه شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس سید کریم هاشمي له سوداګرو، پانګهوالو او خیریه بنسټونو غوښتي چې د دې روغتون په جوړولو کې ونډه واخلي.

