د امریکا سنا د ۴۹ موافقو او ۵۰ مخالفو رایو په پایله کې هغه پرېکړهلیک رد کړی چې له ایران سره د پوځي عملیاتو د دوام لپاره یې د کانګرېس اجازه اړینه بلله.
د امریکا سنا د پنجشنبې په ورځ هغه پرېکړهلیک تصویب نه کړ چې موخه یې د ایران پر وړاندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پوځي واکونو محدودول او له ایران سره د جګړې د دوام لپاره د کانګرېس د اجازې غوښتل وو.
د رایې ورکولو پر مهال څلورو جمهوري غوښتونکو سناتورانو د پرېکړهلیک ملاتړ وکړ، په داسې حال کې چې دیموکرات سناتور جان فیټرمن یې مخالفت کړی.
که پرېکړهلیک تصویب شوی وای، ولسمشر به اړ و چې له ایران سره له هغو پوځي عملیاتو څخه امریکايي ځواکونه وباسي چې د کانګرېس له ځانګړې اجازې پرته ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د استازو جرګې د سپتمبر په ۱۵مه ورته پرېکړهلیک د ۲۲۰ موافقو او ۲۰۴ مخالفو رایو په پایله کې تصویب کړی و. په ورته وخت کې، د امریکا په کانګرېس کې د ایران جګړې، د ولسمشر د پوځي واکونو او د جګړې په اړه د کانګرېس د اساسي صلاحیتونو بحثونه لا هم دوام لري.

