د کونړ د درهپیچ ولسوالۍ په مربوطاتو کې امنیتي ځواکونو یو کس له ۶۸ کیلوګرامه باروتو سره نیولی دی.
د کونړ امنیه قوماندانۍ ویاند فرید دهقان وایي، امنیتي ځواکونو د یوې کشفي اطلاع پر بنسټ دغه کس هغه مهال ونیو چې په کرولا ډوله موټر کې یې ۶۸ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد په مهارت سره ځای پر ځای کړي وو.
د درهپیچ ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونمل عبدالبصیر مصطفی وایي، نیول شوی کس د تالاشۍ پر مهال له یادو موادو سره یوځای نیول شوی او اوس تر څېړنو ګروېګنو لاندې دی.
د نوموړي په وینا، له لومړنیو څېړنو وروسته به دغه کس اړوندو ادارو ته ور وپېژندل شي.

