د هرات د ګذره ولسوالۍ په نشین کلي کې درې وروڼه د کرنیزو چارو پر مهال د اوبو یوې څاه ته له ننوتلو وروسته د اکسیجن د کمښت له امله مړه شوي دي.
د ياد ولايت له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې مسوولين وايي، دغه درې واړه د یوې کورنۍ غړي وو او د څښاک اوبو د راایستلو لپاره شاوخوا ۸ تر ۱۰ مترو ژورې څاه ته ننوتلي وو.
د دوی په وينا، درې واړه وروڼه څاه ته تر ننوتلو وروسته د اکسیجن د کمښت او ساه بندۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
يادې ادارې له هېوادوالو غوښتي چې څاهګانو، کانالونو او نورو تړلو ځایونو ته له ننوتلو وړاندې د اکسیجن موجودیت او د چاپېریال له خونديتوب څخه ډاډ ترلاسه کړي.

