د سوریې په حمص ولایت کې د مصیاف پر پله پر یوه بس د ډزو له امله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د سوریې دولتي خبري اژانس «سانا» ته د حمص د روغتیا ریاست یوې سرچینې ویلي چې د پېښې قربانیان د درملنې لپاره روغتونونو ته انتقال شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې د څرنګوالي او د برید کوونکو په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

