د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې تېره ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۶۳۹ افغان کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۴۴۸ تنو ته رسېږي، په جبري توګه راستنې کړی شوې دي.
د ياد کمېسيون د راپور له مخې، تر ټولو ډېر راستنېدونکي د تورخم له لارې هېواد ته دننه شوي چې شمېر یې ۵۳۹ کورنیو او ۲۹۹۴ تنو ته رسېږي.
همدارنګه، د ټرانسپورټ او لېږد کمېټو له لوري ۵۸۳ کورنۍ چې ۳۲۸۹ غړي لري، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ټرانسپورټ لګښتونو په موخه ورته مالي اسانتیاوې برابرې شوې دي.
راپور زیاتوي، چې له ۵۷۶ کورنیو سره نغدي مرستې شوې او د مخابراتي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره ۶۵۲سیمکارتونه هم پر راستنېدونکو وېشل شوي دي. د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ویلي، چې د راستنېدونکو لپاره روغتیايي، خوراکي او د عامه پوهاوي اړوند خدمتونه هم په دايمي توګه وړاندې کېږي.

