ډېر لوستل شوي

د افغانستان ـ امریکا د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، سید کریم هاشمي، د افغانستان ـ امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې له رئیس جیفري ګریکو سره پرون(سه شنبه، غبرګولي ۱۹مه) د ګډې خونې په مرکزي دفتر کې لیدنه او خبرې کړي دي.

د غونډې په پیل کې ښاغلي هاشمي د افغانستان او امریکا د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او د افغانستان ـ امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې او د هېواد د خصوصي سکټور ترمنځ یې د لا نږدې همکاریو غوښتنه وکړه.

نوموړي د امریکا او افغانستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر رامنځته کولو، په امریکا کې مېشتو افغان پانګوالو ته د افغانستان د پانګونې د فرصتونو پر معرفي کولو، د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر پیاوړتیا او د افغانستان د تولیداتو لپاره د امریکا او نورو نړیوالو بازارونو د زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس همدارنګه د دواړو هېوادونو د شرکتونو، سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د مستقیمو اړیکو رامنځته کول، د ټکنالوژۍ، مدیریتي پوهې او بریالیو سوداګریزو تجربو لېږد او د متشبثینو او کوچنیو او منځنیو شرکتونو ملاتړ د ګډو همکاریو له مهمو لومړیتوبونو څخه یاد کړ. هغه د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې دغه شتمنۍ د افغانستان د خلکو ملکیت دی او باید ازادې شي.

په همدې حال کې، د افغانستان ـ امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې رئیس جیفري ګریکو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سره د هر اړخیزې همکارۍ بشپړ چمتووالی څرګند کړ. نوموړي وویل چې یو شمېر امریکايي شرکتونه د افغانستان د کانونو په سکټور کې د پانګونې لېوالتیا لري او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رول یې د سوداګریزو مشارکتونو په رامنځته کولو او د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د اړیکو په اسانتیا کې مهم وباله.

ښاغلي ګریکو همدارنګه څرګنده کړه چې ټاکل شوې ده د امریکايي سوداګرو او پانګوالو یو ستر پلاوی د ازبیکستان په یوه اقتصادي پروګرام کې ګډون وکړي. هغه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ته بلنه ورکړې چې له یاد پلاوي سره لیدنه وکړي او د افغانستان د پانګونې فرصتونه او اقتصادي ظرفیتونه ور وپېژني.

دغه لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې د افغانستان خصوصي سکټور د بهرنیو پانګونو د جلب، د صادراتو د پراختیا او له نړیوالو بازارونو سره د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.

اړوند خبرونه