د پکتیا د ټولګټو چارو رياست د کار او ودانیزو چارو امر محمدرسول کريمي رسنیو ته منلې چې ګردېز-ډنډپټان لاره د غره ښویېدنې له کبله تړل شوې ده. ښاغلي کریمي ویلي چې غر د احمدخېلو ولسوالۍ ته څېرمه ښویېدلې دی. هغه زیاته کړې، د ګرديز- خوست پر لويه لار هم غر راښوېیدلی او دا لار یوازې له یوه لوري د موټرو پر مخ خلاصه ده. د نوموړي په وینا چې کاري ډلګۍ سیمې ته رسېدلي او د لارې د بشپړې پاکونې هڅې کوي.