ډېر لوستل شوي

د مرکزي زون له کوچي مشرانو سره  ولسي غونډه وشوې

 د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست د کابل او د مرکزي زون د یو شمېر ولایتونو له کوچي مشرانو، علماوو او مخورو سره پراخه ولسي غونډه ترسره کړې ده.

په غونډه کې ویناوالو د اسلامي نظام ملاتړ د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره مهم وباله او ویې ویل چې کوچیان به په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي. هغوی همداراز د مالدارۍ، لبنیاتو او لاسي صنایعو له لارې د هېواد په اقتصادي وده کې د کوچیانو پر رول ټینګار وکړ.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري وویل چې د کوچیانو ستونزو ته رسېدنه د اسلامي نظام مهم مسؤولیت دی او د خلکو د مشروع غوښتنو اورېدل او حل کول د مسؤولینو شرعي وجیبه ده.

اړوند خبرونه