ډېر لوستل شوي

هواپېژندنې ادارې سبا په ۲۱ ولایتونو کې د ورښت اټکل کړی

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا په ۲۱ ولایتونو کې د تالندې برېښنا، باران، واورې او سېلابونو د پېښېدو اټکل کړی دی.  

  د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا ورښت په هرات، بادغیس، غور، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندوز، تخار، بدخشان، نورستان، لغمان، کاپيسا، پروان، بامیان، دایکنډي، خوست، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې اټکل شوی دی.  

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت لیکلي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي‌مترو پورې اټکل کېږي.

همداراز سبا (سه‌شنبه) په شمالي، لوېدیځو، سوېل ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم شوی چې سرعت به یې بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.

اړوند خبرونه