په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیره وايي، چې دغې ټولنې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړې ده.
رفیلا اېودېس وايي: افغانستان د اقلیم د بدلون په وړاندې تر ټولو زیانمن هېواد دی. مېرمن اېودېس په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د اروپايي ټولنې د اسیا د اړیکو د څانګې مشر پیټرز اوستوبز افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د اروپايي ټولنې له سیمهییزو همکارانو سره د مرستو تړون لاسلیک کړی دی. د اروپايي ټولنې شارژدافیره څرګندوي چې افغانستان په سیمه کې د اقلیم له ستر زیان سره مخ دی او ډېر لاسنیوي ته اړتیا لري