د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزير ملا محمد يونس اخندزاده په مشرۍ د اسلامي امارت له بوديجې د څه باندې ۶۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د فراه ولایت په مرکز اړوند څو کلیو کې د استنادي دیوالونو د جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوې، چې له مخې به يې د۲۳۹۰ مترو په اوږدوالي استنادي دیوالونه جوړ شي.
د کلیو د بیارغونې او پراختيا وزير په دې مراسمو کې ويلي، د اسلامي نظام غوښتنه دا ده چې امنیت خوندي او د کار چارې اهل کار ته وسپارل شي. ښاغلي اخندزاده زیاته کړې، وزارت هڅه کوي د هېواد په بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه اړمنو کلیو کې پراختیايي پروژې پلي کړي.
وزارت ډاډ ورکوي، چې د دې استنادي دیوالونو په جوړېدو سره به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه به د سیلابونو او موسمي بارانونو له زیانونو خوندي پاتې شي.
د ويلو ده، په دې مراسمو کې د فراه د والي مرستیال، د ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د قومونو او قبایلو رئیس، د کلیو د بیارغونې رئیس، علماوو، سپینږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

