ننګرهار کې پرون تر غرمې وروسته یوې ټرافیکي پېښې دوه تنه مړه او ۱۳ نور ټپیان کړل.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي وايي، چې دا پېښه د جلال اباد ښار د غازي امان الله خان ښارګوټي اړوند سیمه کې د یو موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده. د پېښې عيني شاهدان وايي، چې موټر د واده کوربانه سپاره کړي و چې د لوړ سرعت له کبله اوښتی. ویل کیږي چې په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.