ډېر لوستل شوي

تدارکاتو کمېسیون ۱۷ پروژې منظورې کړې دي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د شاوخوا پنځه میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې او په پنځو نورو کې تعدیلونه تصویب شوي دي. 

اقتصادي معاونیت لیکلي چې په منظور شویو پروژو کې د اقینې ګمرک د یوشمېر برخو جوړول، د هلمند له دوه‌لارې تر هرات پورې عمومي لویې لارې د لومړۍ برخې بیارغونه، د ننګرهار د حصار شاهي سب‌سټېشن د ۲۲۰ کیلو ولټ لین پراختیا شامل دي. 

د خبرپاڼې له مخې چې همداراز له دې جملې د جوزجان یتیم‌تاق سیمې د ګازو فابریکې د انرژۍ لېږد لپاره د ۴۰ مېګاولټ امپیره سب‌سټېشن جوړول، په کابل ښار کې د یو شمېر سړکونو جوړول او همداراز په ځینو ولایتونو کې د برېښنا رسونې یو شمېر پروژې شاملې دي. 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت همداراز لیکلي چې دوې پروژې د ګټونکو شرکتونو د کاري نیمګړتیاوو له امله بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې او دغه شرکتونه د محرومیت کمېټې ته ور پېژندل شوي دي.

اړوند خبرونه