د پنجشېر ځایي مسوولین وایي چې ددې ولایت د لومړۍ حصې ولسوالۍ د سفید چهر په سیمه کې د معدن پر کارکوونکو خپله ګاز ډبه چاودلې ده.
د دغې پېښې له امله څلور تنه سوځېدلي چې څلور واړه ټپیان دي. ددې پېښې دوه ټپیان مرکز بازارک اړوند نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او دوو نورو ته په سیمه کې لومړنۍ روغتیايي مرستې رسېدلي دي. روغتیا پالان د ژوبل شویو روغتیايي وضعیت ښه بولي.