د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن مازیګر(یکشنبه، غوایي ۲۳مه) په خپل اېکس لیکلي چې امنیتي ځواکونو د یوې مخامخ نښتې په پایله کې درې غله وژلي او یو بل ټپي حالت کې نیول شوی.
د ښاغلي ځدراڼ په قول، یادو غلو د کابل ښار په د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په افشارو سیمه کې له یوه کور څخه د اته سوه زرو افغانیو سره زر غلا کړي و چې پولیس په بېړه لاس په کار شوي او یاد غله یې په کارته مامورین سیمه کې په مخامخ نښته کې وژلي. ویل کیږي چې په دې نښته کې درې غله وژل شوي او یو بل ټپي دی.له دغو غلو سره زر، دوه میله تفنګچې او یو موټر ترلاسه شوي.