ډېر لوستل شوي

د امریکا د کانګرېس ۷۷ غړو ایران کې د مرګونو بریدونو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې

د امریکا د استازو جرګې درې ډیموکراټو غړو، د کانګرېس د ۷۴ نورو غړو په ملاتړ، د دغه هېواد د جګړې له وزیر «پېټ هګسېت» څخه په ایران کې پر ملکي وګړو د درېیو مرګونو بریدونو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.

د راپور له مخې، جېسن کرو، یاسمین انصاري او سارا جېکوبز په یوه لیک کې د یادو بریدونو په اړه د پوځي څېړنو د پایلو د خپرولو او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د امریکا د پوځي تدابیرو د بیا ارزونې غوښتنه کړې ده.

جېسن کرو چې د کولوراډو ایالت استازی او د استازو جرګې د وسله‌والو ځواکونو د کمېټې غړی دی، د وسله‌والو شخړو پر مهال د ملکي وګړو د خوندیتوب په برخه کې هم فعالیت لري.

دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا او اسراييل له لوري پر ایران د پوځي بریدونو پر مهال د ملکي سیمو د مرګونو بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي. په دغو پېښو کې د میناب ښار د نجونو پر يوه ښوونځي او د لامرد ښار پر یوه ورزشي تالار بریدونه هم یاد شوي دي.

یادو بریدونو د ملکي وګړو د خوندیتوب او د پوځي عملیاتو پر مهال د احتیاطي تدابیرو په اړه اندېښنې او غبرګونونه راپارولي دي.

اړوند خبرونه