د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او مله پلاوي د روسیې او اسلامي نړۍ د اقتصادي فورم د ناستې په څنډه کې په مسکو کې د ایران له سفیر کاظم جلالي سره کتلي دي.
صنعت او سوداګرۍ وزارت نن(جمعه، غوایي ۲۸مه) په خپل اېکس ددې ناستې خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت په قول، په دې ناسته کې د افغانستان او ایران د بندرونو پر ۲۴ ساعته کولو، په ټرانزیټي لارو کې د شته ستونزو پر هواري، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر بلانس او نورو موضوعاتو بحثونه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست په مشرۍ یو افغان پلاوی د روسیې او اسلامي نړۍ د اقتصادي فورم په ناستې کې د ګډون په پار کازان ته تللی او هلته یې د تاتارستان د ولسمشر په شمول له ګڼو چارواکو سره ناستې کړي دي