ډېر لوستل شوي

د امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم په نیمروز کې یوه جهادي مدرسه جوړیږي

د نیمروز سیمه ییزو مسوولینو ویلي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم به په دې ولایت کې پر ۴۰ جریبه ځمه یوه جهادي مدرسه جوړه شي.

د نيمروز د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ددې مدرسې د جوړولو خبر ورکړی دی.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې، د دغې مدرسې د اړتیا وړ ځمکه پرون د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد ته سپارل شوې ده.

د نیمروز والي ویلي چې اسلامي امارت په هېواد کې د دیني او عصري زده کړو زمینې برابرولو ته ژمن دی.

شیخ قاسم په دغه ولايت کې په څلويښت جريبه ځمکه کې د يوې مدرسې جوړول هم د همدې ژمنې بېلګه یاده کړه.

نوموړي ډاډ ورکړی چې دغه مدرسه به لازم امکانات او اسانتیاوې ولري.

د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته  په هر ولایت کې جهادي مدرسې جوړې شوي دي.

اړوند خبرونه