د هلمند ځایي مسوولین وایي چې ددې ولایت واشېر ولسوالۍ کې ګڼ نشه یي توکي نیول شوي دي.
د هلمند د امنیې قومندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني ویلي چې امنیتي ځواکونو د هرات–کندهار لویې لارې اړوند په واشېر ولسوالۍ کې له یوه لوکسل موټر ۱۰۰ کیلوګرامه ایف نشه یي توکي ترلاسه کړي.
ویل کیږي چې دا توکي له غور څخه د نیمروز دلارام ولسوالۍ ته قاچاقېدل چې د امنیتۍ ځواکونو په کشفي عملیاتو کې ونیول شول